مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دنیکمرغه لوی اختر په اړه دمبارکی پیغامونه !

بېنوا اداره - کابل

 
دلوی اختر دمبارکۍ پيغام!
دنېک مرغه لوی اختردرارسېدوله امله دلویې پکتيافرهنګي اوخپرندويه ټولنې مشرتابه اوټول غړي دنړۍ ټولومسلمانانوته په ځانګړي ډول افغان ولس ته که هغه دکوردننه اودباندې ژوندکوي دزړه له کومې مبارکي وايي خالق دې وکړي چې شونډې مودخنداغوټۍ سپړلې وي اوپراننګومودشفق سرخي خوره وي درنوهېوادوالولوی ا ختر په اسلام کې دمسلمانانولپاره ځانګړې اوتاريخي ورځ ده چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان دعبادت ترڅنګ ځانګړي سيمه ايزدودونه اوقربانۍ کوي ريښتيا چې دغه ورځ په اسلام کې دمينې ،ورورولۍاودزړونوديوځای والي لامل کيږي اوټول مسلمانان خپلو وروڼوته يوبل سره دغاړه غړۍ په ورکولوخدای(ج) ته لاسونولپه کوي اومسلمان امت ته دخيراوښېګڼې غوښتنه کوي اوشتمن خلک له بې وزلوسره مرسته کوي . زړه ته راتېروهېوادوالودلويې پکتيافرهنګي اوخپرندويه ټولنې د تېريوکال په موده کې دبيان دازادۍ دګټلو،دسولې اوملي يووالي دټينګښت لپاره دژوندپه لويه سحراکې نه ستړې کيدونکې مزلونه کړي دي اوپه دې لاره کې به دتېرپه شان هيڅ کله هم دستړيا احساس ونه کړي اوپه دې سپېڅلې لاره کې به په ټول توان سره پرمخ درومي.                                                                                                                                                       
ددغې ټولنې ټول غړي په افغانستان کې دښکېلوغاړو غوښتنه کوي چې دنيکمرغه لوی اختردرارسېدوپه درناوي له افغانستان  په ځانګړي ډول دوياړونودلوی ټاټوبي (لويې پکتيا)څخه دجنګ ټغرټول کړي اوافغان ولس ته ديوه سوکاله ژوند زمينه برابره کړي په پای کې بياهم ټولو هېوادوالوته دنيکمرغه کوچني اخترمبارکي اودلوی خدای (ج) څخه دنړۍ ټولومسلمانانوته دسرلوړۍ غوښتنه کوو.                                                                                                                       
په درنښت اومينه
دلویې پکتيا فرهنګي اوخپرندويه ټولنې اداره
----------------------------------------------------

په کليفورنيا ايالت کې د لوی افغان ټولنې د مباره کۍ پيغام
د لوی افغان د ټولنې مشرتابه او غړي د نيکمرغه لوی اختر په وياړ ټول لر او بر افغان ملت ته مباره کۍ او نېکې هيلې وړاندې کوي،او پدې حساسو شېبو کې چې زمونږ د ګران هېواد کورني او بهرني دښمنان د خپلو شومو او پليتو اهدافو دپلي کېدو لپاره د هر ډول معاملو او جوړ جاري څخه ډه ډه نکوي او غواړي چې زمونږ لوی ملت په مختلفو برخو او ډلو وه وېشي . له همدې کبله په ټول لر او بر افغان ملت غږ کېږي چې د هېواد او خلکو لوړو ګټو ته په ډېره ځېرتیا ، او جديت سره پاملرنه وکړي او د مغرضو کورنېؤ او بهرنېؤ دښمنانو د هر ډول ورانکاريؤ ، دسيسو او لاسوهنو څخه مخنيوۍ وکړي، تر څو زمونږ د ګران هېواد ځمکنۍ بشپړتېا خوندي او د ورونو قومونو ترمینځ د ورور ګلوۍ د فضا په رامينځته کولو سره زمونږ هېوادوال د نورو په شان د خوښۍ او نېکمرغۍ شپې او ورځې صبا او د سوکالۍ او پرمختګ په بهير کې د نورو ملتونو سره جوګه شي٠
 تل د وي افغانستان ژوندۍ د وي افغان ملت
محمد حامد الوتاند
۲۰۱۱ کال د نومبر د مياشتې ۴مه

---------------------------------------

د لوي اختر د رارسيدلو په مناسبت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

١٣/٨/١٣٩٠ – ٤/١١/٢٠١١

تر هر څه د مخه خپل، د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړو لخوا د ١٤٣٢ ق کال د لوي اختر د راسيدلو په مناسبت مبارکي او نيکي هيلي د نړي ټولو مسلمانانو په ځانګړي توګه د افغانستان مسلمان زوريدلي، کړيدلي اومظلوم خلګو ته وړاندي کوم.
د لوي خداي (ج) د دربار څخه ټولو مسلمانانو ته خوشحاله او نيکمرغه اختر غواړم.
لوي اختر چې مسلمه امت ته د خداي (ج) و دربار ته د حضرت ابراهيم (ع) د اطاعت او د حضرت اسماعيل (ع) د ځان تيريدني يو لوي درس دي، بايد هرمسلمان په ووياړي او عمل په وکړي.
درنو هېوادوالو!
زموږ په هېواد کې د دري لسيزو ناخوالواو جګړو له عمله هره ورځ په لسګونو مظلوم او بي وسه افغانان د جګړي قرباني کيږي، خويندي او ميندي مو بوري او کونډي کيږي چې د اختر مبارکی ورځي په اکثرو کورونو کې د غم او ماتم ټغر خپور کړي، ځکه نو جګړه د افغانانو د پاره د حل لاره نده.
راځي چې د پخلايني او سولي د ټينګښت دپاره يو موټي سو او د مذاکراتو، جرګو او لوي جرګي د طريقه هميشني سولي دپاره هلي ځلي وکړو تر څو چې د جنګ، جګړي او ولسي قرباني کمبله زموږ د ګران او   وياړلي هېواد افغانستان څخه د هميش دپاره ټوله سي.
د وخت څخه په ګټه اخستلو يو وار بيا ټولو مسلمانانو او په خاصه توګه افغان ربړيدلي ولس ته نيکمرغه او خوشحاله اختر غواړم.

اختر مو بختور
الحاج غرزي خواخوږی

 ---------------------------------------------

لوی اختر: دشرنګ وېبپاڼې دمباركۍ پيغام!

لکه چاړه مې په زړه تېره شوې پرهردې راکړ
دابراهيم خوبه قربان دې شم اختردې راکړ

ښكاره ده چې دانړۍ اوځمكه هغه خوړونكې هديره ده چې تل يې دانسانانو مړوته خوله خلاصه نيولې اوتل يې دځمكې پرمخ نېك اوشريف انسانان خوړلي او له ځانه سره يې وړي دي.
 هسې خوهم ددې نړۍ رڼااوښكلانوره پيكه شوې چې پس له دې به دژوندون خُمارغځونوته پرې نږدي. اونننى انساني قانون هم هغه ړنده اوكڼه محكمه ده چې دبډايه اوظالم په غاړه اولاسونوكې يې دګلونو هارونه اوګېډۍ وركړي اودمظلوم په غاړه اولاسونوكې دداركړۍ اوولچكې. خو په هرصورت ژوند کول غواړي دغم بايدويروکړواوهمداسې دخوښيوپرمهال بايد هغه ارزښت هم له ياده ونه باسوچې له نيکونو، پخواني شته مثبت رواجونه او ياهم سنتونه وي چې په دې ارزښت پوهيدل دانساني ټولنې له ستروغوښتنوڅخه ګڼلى اوشمېرلى شو.
دنوربختورو،ورځوترڅنګ يوهم دنېکمرغه لوی اخترنېکمره ورځې دې چې په ډېره مينه يې بايددهميشني معمول له مخې په درنښت سره ولمانځو، خپلودرنومسلمانوورونوته غېږه ورکړو. چې په لويه کې دولس اندونه، دټولنې انځورونه، دمينې رازونه اودژوندرمزونه دغه ټول داخترله خوښيواوخوشحاليو څخه په ډګوورځوکې لمانځل کېږي.
 
لوی اخترمومبارک شه
په ډېردرنښت
انجينيرهمت الله امين زی
دشرنګ علمي،مالوماتي،ادبي اوكلتوري وېبپاڼې چلوونکی

---------------------------------------------

اختر د ټولو مبارک شه
که مسافر وی که د یار له څنګه وینه
د لوی اخترد رارسیدو په مناسبت د اوکراین جمهوریت ادیسی په ښار کی د ( ادیسی ادبی ټولنی غړی ) د لوی افغانستان مسلمان اولس ته او په بهرنیو هیوادونو کی مسافرو وروڼو او خویندو ته مباریکی وایو ، لوی اختر مو مبارک شه .
 خدای د وکړی چی دغه لوی اختر د افغانستان اولس ته په نیک فال تمام شی، د سولی او امن اختر شی ،

ستاسو د خوشحاله او نیکمرغه ژوند په هیله
د ادیسی ادبی ټولنی د مشرتابه شورا له خوا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery