په ډیرې خواشینۍ سره یادونه کوو چې د ډاکټر عبدالصمد ملکزی، ډاکټر محمد فرید بزګر، محمد طارق بزګر او الحاج محمد اشرف باتور پلار ارواښاد «الحاج عبدالقیوم بزګر» پرون په پیښور کې د ماخستن د لمانځه پر مهال د د ې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې.
اناالله و انا الیه راجعون
د ارواښاد جنازه نن په خپله پلرنۍ هدیره کې د زرګونو هیوادوالو په اوښکو او دوعاګانو په باران کې خارو ته ورسپارل شو.
ارواښاد الحاج عبدالقیوم بزګر د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د چهارقلعه د کلی په یوه مخوره، منوره او دینداره کورنۍ کې د ۱۳۱۵ کال د مرغومی (جدي) په میاشت کې دې نړې ته سترګې پرانستې.
د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی فارغ التحصیل او دولتی مختلفو څوکیو کې په کار کولو سره یې خپل ولس ته د خپل وس او توان په اندازه د خدمت مصدر ګرځیدلی دی.
ارواښاد څلور زامن او څلور لوڼې لري. روح دې ښاده او فردوس جنت دې په برخه وي.
په ناروې، پیښور، او کابل کې به د فاتحې د مراسمو وختونه وروسته د دوستانو د خبرتیا له پاره اعلان شی