(۳)
دلویدیزآراستوګني ادبي غورځنګ اوختیزې ټولنې
یوه خبره ، یوه نړیواله رښتیا، هغه دا چې دنړۍ لویه دایره اوس دهرې ورځې په تیریدو سره په بې ساري ډول دنغري غاړه کیږي ، هر څه چې ددغې دایرې په یوه برخه کې رامنځ ته کیږي ، هغه دسترګو په رپ کې ترهغې بلې خوا پورې ځان رسوي ، په داسې حال کې چې دابهیرپنځوس ، شپیته کاله مخکې داسې نه و، په دې مانا کوم څه چې په لویدیزوادبیاتو کې روان وو موږ پر هغو زر نه خبریدو اونه موددې توان درلود چې باید له هغو څخه په بیړنۍ توګه لکه نن خبرشو، دغې موضوع بیلابیل عوامل درلودل ، سیاسي ، فرهنګي ، تعلیمي ، اقتصادي اونورچې دهغوله امله هم موږ ونه توانیدو چې دهغوی واورو یا خپل غږ هغو ی ته ورسوو، یایې دهغو پرضد کړو او یاد هغو ي په تایید ، خویوڅه چې په نړیواله کچه روښانه وو هغه دادبي او هنري جریانونو خبره وه ، هغه ادبی اوکلتوري حرکتونه چې په لویدیزکې روان ول ، هغه ټول له یوه لنډ واټن وروسته ترختیزپورې هم راورسیدل اوهم یې مثبتواړخونو ته په ځینوبرخوکې ترلویدیزهم زیاته او په ښه توګه وده ورکړه شوه. چې یوه هم په کې د آراستوګني شعوراوادب مساله وه چې په ختیزکې یې هم لکه د لویدیزپه شان له یوې خوا هرکلی وشو اوله بلې خوا یې دختیز دآراستوګنو پرګنو په استازیتوب د یوشمیرنومیالیو لیکوالواوشعوري کسانو پاملرنه ډیره زرځانته ورواړوله.
هندوستان چې یو ښکیلاک ځپلې هیواد و په دغه برخه کې یې تریوه حده ځان دانګریزي ښکیلاک له بدګړو سره سره دمخکښۍ پرپوله ودراوه،په دې مانا چې ، لاهم ترښکیلاک لاندې و چې دښکیلاکې ځواک دتوطیې په پایله کې یې ځان دفارسي ژبې او فرهنګ اودهغه دمادي او معنوي نفوذ له دایرې د دوی پرخپله وینا بچ کړ. انګریزانود دوی ترغوږو داخبره ورګونګوسه کړه چې فارسی فرهنګ او ژبه ګواکي پردۍ ژبه ده باید چې ځای يې هندوستاني ژبه ونیسی ، همدغه خبره ددې لامل شوه چې هندیانود انګریزانو په لمسه دفارسۍ فرهنګ او ژبې د تسلط لمنه ورټوله کړه ،دوی هندوستاني ژبه پلمه کړه ، خو پرځای دخپل ښکیلاک خبره لومړني کړه او خپل ژبه یې انګریزي یې د فارسي ژبې پردرنو او ږو باندې له نژدي اتو سوو کلونو وروسته کینوله ، مانا داچې ترخپلواکۍ پورې دهندوستاني ژبو نه دین و او نه هم سادین . له خپلواکې(۱۹۴۷) راپه دیخوا انګریزانو خوښه کړې هندوستاني ژبه هم په دووبرخو (هندي او اردو) وویشل شوه ، ددواړو لپاره په هند او پاکستان کې د ودې نسبي لارپرانیستل شوه ، په هندکې دهندي ژبې دود له دیوناګري لیک سره وتړل شو او په پاکستان کې اردو له عربی لیک سره ، چې په دواړو هیوادوکې تراوسه درسمي او ملي ژبو په توګه دخلکو په واک کې دي ، سره له دې چې ددغو دواړو هیوادو دولتی اداره اوس هم په انګریزي ژبه باندې سمباله ده خو له دغې ستونزې سره سره په دواړو هیوادو کې دخلکو په کچه دزده کړې اود مطبوعاتو په ډګرکې په ټولیزه توګه هندی او اردو ژبې له نظره لویدلې ژبې نه دي.
خبره داده چې که موږ یې پرځان باندې بده ونه لګوونوداویلای شو چې هندوستانیانو په رښتیاهم د خپل فرهنګ او خپلو ژبو لپاره د ساه ایستلو شیبه که په بشپړه توګه نه وه نو په نیماني کچه یې ترلاسه کړه ، مانا داچې هندپه دغه برخه کې دیوه شعوري حرکت په لورورمخه کړه اود آراستوګنې فرهنګ لپاره یې دغوړیدو لاره برابره شوه. دوی په ډیره سختۍ سره هغه څه کم اته سوه کلن فرهنګي برلاسي ته چې فارسی ژبې دهند پرټولو مادي او معنوي بنسټونو باندې ایښی و له ښه مرغه او یا له بدمرغه د پای ټکي کیښود. سره له دې چې پرهغه مهال دایوه لویه معنوي غمیزه انګیرل کیده خو وروسته وروسته په ډاګه شوه چې حق حقدارته رسیدلی اود آراستوګنو خلکو د فرهنګي خپلواکۍ په برخه کې یو لوی ګام اوچت شوی دی. ترکي ژبه او فرهنګ دویم آسیايي فرهنګ و چې دعثماني امپراتورۍ په جاه او جلال کې لولپه شوې او له نظره لویدلي فرهنګ و ، ترکان د آسیايی او اروپا د زیاتو برخو فاتحین شول ، خوژبه او فرهنګ یې بیاهم فارسي ول ، فارسی ژبی او فرهنګ د دوی د امپراتورۍ په موده کې په لویدیزه آسیا او تریوه حده په اروپاکی وده وکړه .
د شلمې پیړۍ په پیل کې له هغه وروسته چې عثماني امپراتورۍ په هره خوا کې دانګریزانواو دهغو دعربي ګوډاګي ډاکوانوله خوا دیوه څرګند رکود په لور ورمخه شوه ،له هغه وروسته دترکانو را ورسته نسلونه د خپلو پخوانیوهغودغه تاریخي بي توپیرۍ او خپلې ژبې او فرهنګي نیمګړتیاته په شعوري توګه ځیرشول او دنوې ترکیې له را منځ ته کیدو سره یې دخپل معنوي او مادي ژوند دسمبالتیا په خاطر خپله ترکي ژبه په هراړخیزه توګه دخپلې ملي او رسمي ژبې په توګه دفارسی او عربي ژبو پرځای ومنله چې نن سبا ترکي ژبه په آسیاکي د ددغې وچې د ډیرکي اوسیدونکو د ژبې په توګه چې په ترکیه اوګړدودونه (لهجې ) یې په مرکزي آسیاکی ویل کیږي په مادي او معنوي لحاظ د ځانګړې پاملرنې وړژبه ده.
دریمه ژبه اوفرهنګ چې په آسیاکې لکه د ترکیې په شان دل دل شوي ول هغه پښتواو افغاني فرهنګ او ژبه و ل، پښتنو له فارسه بیا تر بنګله دیشه پورې په اسلامي پیرکې واکمنۍ او امپراتورۍ جوړې کړی ، خو دوی هم دخپلو پرتمونو په دوره کې نه دخپلې ژبې خیال وساته او نه هم دخپل فرهنګ ، په هندوستان کې ترمغلو دمخه او وروسته پښتنو واکمنانانو دنورو ژبواوفرهنګ ته په خورا سپیڅلي نیت سره کار وکړاوهغه یې دخپلو واکمنیو رسمي او دولتي ویاړ و بلله ، خو خپلې هغې (پښتو) ته یې بیایا پام نه و اوکه و، نو هغه بیا د نورو په تیره بیا فارسي اوعربي په انډول په هیڅ شماره شو، سکندرلودي ، شیرشاه سوري ، غلجی علاوالدین ، احمد شاه ابدلي ، امیردوست محمد خان اونورټول لوی پښتون آري واکمنان ول ، دوی هم ونه شوای کولای چې دخپلې ژبې د دود او پرمختیا په برخه کې څه وکړي ، دوی چې هرڅه کړي هغه هم دفارسی ژبي او فرهنګ د ودې او ترقۍ په برخه کې ول . په تیره کله چې د افغانستان پرجنوبي پوله باندې انګریزانو د دیورند په نامه دبیلتانه اره کیښوده ، له هغه وروسته دپښتنو پرلویو کلتوری او فرهنګي مرکزونو پیښور، ملتان، شال او دیره جاتو باندې د انګریزي او پنجابی ژبې او فرهنګ سیوری ولوید چې تراوسه پورې لاهم دهغې غمیزې لړۍ روانه ده.
خولکه څنګه چې یادونه وشوه ، دشلمې پیړۍ له پیله را پدیخوا چې افغانستان له انګریز ښکیلاک څخه ځان خپلواک کړ، له هم هغه مهاله ترننه پښتنو روڼ اندو اوتریوه حده واکمنانانو لکه امیر حبیب الله خان او دهغه نومیالی زوی اعلیحضرت امان الله خان ، غازي نادرشاه ، اعلیحضرت محمد ظاهرشاه او ولسمشر محمد داود خان په دوروکې دپراخ افغاني فرهنګ په لویه دایره کې د پښتوژبي او پښتنی (افغاني ) فرهنګ د ودي لپاره ځانګړې پرګرامونه د یوې ملي اړتیا او دټولنې د اکثریت د معنوي او رواني ودې په موخه داسې چې دنورو دهغو په بیه تمام نه شول ترلاس لاندې ونیول.
ددغو واکمنانانو په څنګ کې دیوزیات شمیرروڼ اندوپښتنو آراستوګنو لیکوالواو فرهنګیانو هلې ځلې هغه څه وو چې دوی دخپل هیواد دفرهنګي ودې په لور دهغوپه رڼا کې ګامونه پورته کړل ، دغه ټکي ته هغه مهال لازیاته اړتیا رامنځ ته شوه چې په آسیا کې دملي توب اوآسیایي نشنلزم شمال په لګیدو شو، په دغه ترڅ کې افغان روڼ اندي په خپل هیواد کې دیوې بډایې ژبې اولرغوني فرهنګ وروسته پاتې والي اوله پامه لویدو ته ځیرشول اوددغه هیواد د اکثریت او آر استوګني ولس دفرهنګ او معنوي میراث په اړه نیمګړتیااو بې توپیرۍ ته ځیرشول ځکه یې دهغې د بیا را ژوندي کولولپاره پرله پسې هلې ځلې وکړې . چې لوی لامل یې په چم ګاونډ هیوادولکه ایران ، ترکیی ، هند اونورو کی دیوې فرهنګي ويښتا هغه چټک حرکت و چي نورنوزموږ د هویت په ورکي باندې پای ته رسیده ، فارس د ایران او آرین توکم پرسیمه او فرهنګ باندې دخپلې لوړتیا غوښتنې په ترڅ کې ځان یوازني وارث وباله (*) اودغه بهیریې په دومره غرور سره وشاربه چی هرڅه ایرانی شول اوهغه هم په داسې یوه هیوادکې چې داسلامي دورې په حساسو اومهمو دورو لکه غزنوي ، سلجوقی ، غوري ، هوتکي ، دراني کې د خراسان او افغانستان یوبډای ایالت و. په دغه ترڅ کې افغان روڼ اندو یو شعوري ګام اوچت کړاوهغه داچې دوی هم دخپل فرهنګ دساتني او پالنې کارته ملاوتړله او ځانته یې دځانګړي افغاني فرهنګ پالني تګلاره او اصول دیوې ملي اړتیا او دولتي پالیسۍ په توګه ترلاس لاندې ونیول اوهغه ته یې دیوه شعوري حرکت بڼه ورکړه.
علامه محمود طرزي اودهغه اخبار سراج الاخبارافغانیه په دغه برخه کې ترهرچا مخکښ شول او له هغه راپدیخوا دغه بهیر د نژدې پنځوسو کالو په ترڅ کې په ځانګړې ډول وده وکړه په دغه برخه کې د زیاترو افغان لیکوالو او فرهنګیانو له هغې ډلې دعلامه رشاد او پنځوستورو مادي او معنوي قربانۍ نه هیردونکې دي .
----------------------------------------------------------------------
(*) پښتانه وایي چې کوږ بار تر منزله نه رسیږي ، پرهغه مهال چی نړۍ د فاشیزم کلیمه یوځل هغه هم له نا چارۍ ویله ، نوفارسیانو دوه ځله له چا پلوسۍ وویله ، هغه هم په دي خاطر چې هټلرد کره آرین توکم پوښتنه رامنځ ته کړه ، فارسي واکمنان په دغه برخه کې په داسې حال کې چي مصدق یی د امریکا په زور وځاپه دتیلو په پانګه دفرهنګي لوړتیا غوښتنې پرنیلی باندې سپاره شول اودهرڅه چي دهغو لپاره یې هیڅ ډول علمي توجیه نه درلوده دایرانی کولوپه لټه کې شول ، همداده چې په دې نږدې وختوکې دتوکم پوهنیزو څیړنودفارسیانو ایرانی یا آرین توب له علمي ګواښ سره مخامخ کړی ، نوې څیړنې وایی چې داوسني ایران زیاتی برخه آریایان نه دي ، مانا داچی ، څوک چې آریایان نه وي دهغوی د آریایی او ایراني توب دعوه هم غلطه او جعلي وه او ان چي د فارس اوسنی نوم (ایران) هم یوه څرګنده تاریخی غلا ده چي له آراستوګنو آریایانو ( افغانانو ، تاجکانو، هندیانو اونورو) څخه ترسره شوې ده. زه دعلمي څیړنو په حقانیت کی شک نه ګورم خو پردي شکمن یم چې یوشمیرایرانیان چي د لویدیزښکیلاک د برلاسی او غرضونو د دوام لپاره کارکوي ، کیدای شي په دغه برخه کې رغنده نیت ونه لري. اوکه دا خبره نه وي، دغه څیړنه د رښتینو آر استوګنو ولسونو لپاره دقدراو ستاینې وړده.
(۴)
علامه رشاد د افغان آراستوگني مخکښ لیکوال په توګه ،
لکه چې مخکې اشاره وشوه پښتوژبه یوه له هغو آسیایی ژبو څخه ده چې دتاریخی ژبپوهنې دڅیړنو له پلوه یې هرڅه په خورا دقیقه توګه دپوهې اوڅیړنو په تول برابر او
له خپلو سیالوژبو سره په هره برخه کې سیالي ګره ژبه ده . له تاریخي اوفرهنګي پلوه هم په ډیرو برخوکې بډایه ژبه ده ، په هروخت کې دبیلابیلوعلومو په برخه کې هرڅه په خپله لمنه کې رانغښتي دي خوداچې خواخوږي او لوستونکي یې نه درلودل ، اویا یې ویونکو پرنورو ژبو سرونه ښندلي، داهغه تراژیک بحث دی چي نسلونو ، نسلونو مو پرې ژړلي او لابه هم ژاړي ، ځکه چې پښتنو دتاریخ په اوږدو کې یوازې دخپلولنډ پارو ګټو په لامل فارسي ،اردو -انګریزۍ ته دمور او پښتو ته د میرې په سترګو کتلي دي.
خو اوس دپښتون ځوان کاله له برکته پښتو تریوه حده ددې توان موندلی چې دعصر تخنیکی اوعلمی وړتیا وو او نوښتونو ته نوره هم خپله پراخه غیږه پرانیږي اوهغه څه چې دعلمي نړۍ هیله اوغوښتنه ده په دغه ختیزه ژوندۍ لرغونې ژبه کې هم خپل ځای ومومي .
خو له بده مرغه چې دغه ژبه له پورتنیو هیلو سره سره بیا هم په یوه برخه کې دداسې چا اوداسې هیواد په پچه رسیدلې چې تل دقدرت ، جنګ ، بري اوماتوپه درنومنګولو کې لیوني لیوال پاتې شوي چې تراوسه هم په دغه نشه کې ترستونی ډوب ، له ځانه ناخبره ، په سترګو ټپ ،ناهیلي او په مردارډندکې لویدلی مرغه په شان په ماتو څانګونو بې له پوهې اوتکنالوژۍ ترپکې وهي .هو، همدغه ژبه اوس دداسې کسانو(افغانانو) ژبه ده چې وطن لري ، غریب هم نه دي خو بیاهم د دغې ژبې دخدمت په ډګرکي هیڅ نه کوي ، یوشمیر يې دځان دبډایۍ په معامله کې کاروي پیسې پرې ګټي خو چې پرهغې دمصرف خبره راشي بیابه ځان داسې ناګاره واچوي چی ګواکي دا د دوی دمور ژبه نه ده اوچي څومره ناځواني یې له وسه کیږي له دغې ژبې اوددغې له فرهنګی هستیوسره یې کوي ، یومهال می ارواښاد ډاکترنجیب الله ته په یوه ناسته کې مخامخ وویل چې تا په ملګرو ملتوکي ولې پرپښتو وینا ونه کړه ، هیڅوک پوه نه شول چې ته ایران مشروې که د افغانستان ؟ خو پرته له دې چې نورڅه ووایي ، هغه ارواښاد په ډیره سړه سینه خپله دغه نیمګړتیا ومنله ، خو زما د تسل لپاره یې د اژمنه وکړه چې : « زه وعده درکوم چې په دې نژدي وختوکي د نا پیلیو هیواد وغونډه ده که مي هلته خپله وینا پر پښتو ونه کړه ، بیا حق لرې را ته وواي چې نجیبه پښتون نه یي » او هغه بیا خپله دا ژمنه پوره کړه ، خو اوس یوڅوک هم نشته چې کرزی صاحب تر چپنه ونیسي او ورته ووایي چې په دغو نړیوالو ټولنوکې د افغانستان دولسمشر په توګه پرپښتو باندې هم کله کله خوله خلاصوه . دا زموږ پخوانۍ بدمرغي ده هغوی چی دوطن واک ورسره دي له پښتو سره د ګناهګارې میرې په شان سلوک کوي .
آیا یوازې هغه دغرورخاوندان لکه علامه رشاد اودهغه په شان یوڅوببرسري چې څوک په شام دي او څوک په یونان ددې ژبې مسوول دي ؟ ددغې ژبې دم ګړۍداسې حال دی چې په پوهنتونو کې دتدریس لپاره نه پرمختللې شونتیاوې لري اونه هم وړ کادرونه ، له هغې ورځې چې علامه رشاد ددغې ژبې له تدریسه لاس په سرکړ شو له هم هغې ورځې ترننه بیا دغې ژبي دغوړیدو څه په سترګو ونه لیدل ، نومیالي استادان لکه ( استاد زیار او نورو ) یې دیوه قاتل او داړه مار قوماندان په کچه هم ارزښت نه لري چې دکابل واکمن یې وروغواړي اوهلته په یوه پوهنتون کې کارځینې واخلي !
دادهم هغې ژبې برخلیک دی چې یومهال به دلته ددغې ژبی پرنومیالیو باندې نه یوازې موږ ویاړکاوه بلکه نړیوال یې هم په خپلونه ستړې کیدونکو هڅو باندې ګوته پرغاښ کړي وو. نن دهغه نومیالی رشاد، حبیبی ، رشتین، بینوا ، تږی ، الهام ، روهي اوپه سلګونو نورو ستورو پرژبی او فرهنګی هستیو باندې داسی بده ورځ راغلې چي هرموسمي باد او باران راوړي خلي او خاشې يې دودې او پرمختګ مخې ته ډکې جوړوي او نه غواړي چي په دې سیمه کي ددغه هیواد دآر استوګني قوم د زرګونو کلونو میراث خپل وزونه وغوړوي . دلته داسې یوستم روان دی چې په لیدو یي سړی دې ته ناچاریږي چې ووایی :
دریغه ، دریغه چې یا زه نه وای اویا زه ...
هغوي چي پیړۍ پیړۍ یې فرهنګی اوژبنی ستم زموږ دفرهنګ اوژبی سټه راوایسته ، هغوی چي باید ځان په اخلاقی او ټولنیزلحاظ زموږ په وړاندې ، زموږ دژبې اوفرهنګ په وړاندې ګنهګاروبولی ، هغوی چې باید دخپل دغه فرهنګی تیري له امله ددغه هیواد داکثریت په وړاندی په ملی کچه بښنه وغواړي هغوی اوس هم دومره ببړکیږي چی دمصلحت اونا منلو سیاستوالو دسازشونوله امله زموږ پرخولو باندې لاسونه نیسي او دخپل فرهنګی حق ترلاسه کولو ته مو نه پریږدي. په داسې حال کې چې نن نړۍ نوره دی ته سترګی په لاره نه شي پاتی کیدای ، هسی چی په ټوله نړۍ کې آراستوګني خلک دا حق لري چي دخپل فرهنګ اوخپلې ژبي لپاره اوخپل فرهنګی هویت لپاره مبارزه وکړي ، په دغه برخه کې پرته له دې چی دنورو حقونه ترپښتو لاندې شي بایدخپل غږ په خپل ستوني کي ونه ساتو، لکه چي علامه رشاداویارانو یي ونه ساته اودخپلي پوهي په زوریی دغه حرکت ته دمرګ ترپولی پورې شعوري اومنظم کاروکړ .
علامه رشاد موږ په دغه برخه کې د پیړیو له هغه اوږده اودرانه خوبه راویښ کړو چي تردغه دمه یې زموږ د فرهنګی او تاریخي هویت دمرګي او ورکې پیغام را ته غږاوه ، موږ ته زموږ داندو ژوند پاڼه بل چا په دومره جزیاتو زموږ په وړاندې نه راسپړلې اونه يې راته تشریح کړی و ه لکه چې ده په دغه رمز باندې بدمرغه پښتون چې بې فرهنګو اوپردي فرهنګ پالو بدنامو او افغان فرهنګ ضدو ځواکونو دبی فرهنګوآراستوګنو نوم ورکړی پوه کړ.
په لاندې ډول :
لکه چې مخکې مو اشاره وکړه موږ ډیرې خبرې او س هم په اشاروکې کوو ، اوس هم لکه هغه ناروغه چي دمرګ په پوله ولاړوي ، ددې لپاره چې دخپلو خپلوانو مورال یي نه وي کمزوري کړي دمرګ پرپوله همدا نارې وهي چي زه ناروغه نه یم ، زه جوړیږم ... اوکه نورنه وي داخو خامخاوايی چي ترپرون نن ښه یم ... پښتانه هرکس اوناکس په دي تورنوي چي ګواکي دوی تل په سیمه کې یو حاکم ځواک و، دوی ډیرڅه کړي اوباید په دغه برخه کې یې هم دګیلې ځای نه وای پریښی، خودوی برعکس دخپل حکومت پرمهال نه ځان ته څه کړي اونه هم نورو ته ، دایوه بې مانا خبره ده چې اوس هم یوشمیر خپل او پردي په خورا بې رحمئ سره شخوند ورباندې وهي ، دلته یوه پرما تیره کیسه له موضوع سره اړونده رالیکم ، په هندوستان کېمې له یودولتي مسوول سره چې دکرزي د سترګوتورو اوږدې خبرې درلودې دا دولتي مسوول چې دپښتنو ضد بی سروپایله خبرې دچا خبره فطرتي لیوالتیا وه په لومړۍ کتنه کې په خورا جدیت سره داپوښتنه وکړه چي : « په هندوستان کې پښتانه تراوسه پورې دیوه مهذب قوم ځای اودریځ لري ، هم يې فرهنګی اوهم یي تاریخي شته والی دویاړبلل کیدای شي خودافغانستان پښتانه هغه که واکمنان وو او که عادي اوسیدونکې له دغو ځانګړو څخه بي برخې دي ... ددې لامل به څه وي ؟ ماورته وخندل اورښتیا مي ورته وویل داسې چي : ...صاحبه دهندوستان پښتانه په رښتیا هم دافغانستان له هغو سره په نوموړو برخوکې توپیرلري اودهغه لاملونه هم معلوم دي لومړي یی اقتصاد ، دویم واک او دریم فرهنګ دی ، دهندوستان پښتنو پیاوړی اقتصاد چی د ژوند ستنه يې پرې ولاړه وه درلود، کله چي پرواک شوي ان چي د راکړې ورکړې عادي روپې هم د سرو زرو وې ، واک یی هم درلود په دې چي دوي په آسیا کې دتاریخ په اوږدو کې برخلیک جوړونکي قوم و د واک اوځوا ک په اهمیت باندې په هراړخیزه توګه پوهیدل ، په فرهنګی لحاظ هم دوی په داسي یوه حالت او چاپیریال کې اوسیدل چې هلته بې له یوې پیاوړې فرهنګي وړتیا اوپوهې استوګنه ګرانه وه ، ځکه نو دوی له دغودریوتوکو اودهغو له وړتیا سره مل شوي وومانا داچې دغه دری توکه یې درلودل اوهغه يی دخپلې واکمنۍ ستنې منلې وې ، دیوه حقیقت په توګه دا منل شوې ده چې پښتون په هند کې هم یو شتمن و ، هم واکمن و او هم په فرهنګی وړتیا سمبال لوی شوی او روزل شوي انسان و، قلم یې هم خپل و او په خپله کاراوه . خو په افغانستان کې پښتون داسمه ده چي تل واکمن و، واک یې لاره ، اقتصاد یي نه لاره ، او قلم يی هم نورو ته سپارلي و چې هغه ترډیره تاسو(غیرپښتانه) واست او په نمک حرامۍ سره مو هغه قلم دپښتنوپه وړاندې د فرهنګی اپارتاید په جګړه کې کاراخیستی دی. همداده چي نن تاسو جناب هم وایاست چي دغه او هغه پښتون یوشان وده نه ده کړې اویوشان نه وو ، له همدې امله دغه لوی توپیر ددې لامل شوی چي په افغانستان کې سره له دې چې پښتون هم واکمن و خوکومه دایمي تګلاره چي دوی په هندکې دخپل هویت او خپل شته لپاره کارولی هغه وړتیایې په افغانستان کې دیوه اوږده فرهنګی ستم او یا په نوې نومونه د فرهنګي اپارتایداوده ته د پردي فرهنګ اوژبې د ستم او زبیښاک له امله نه ده ورپه برخه شوې .
له دغې کیسې مو موخه داوه چي پښتون علامه رشاد لومړني څوک و چي دخپل قوم هغو وړتیاووته چي هغه نورې دده دخپل قام او رقیبو ځواکونو څخه الونیا پاتې وې دیوه تاریخي ضرورت په توګه، دیوه جریان او یوه انساني رسالت په توګه زموږ او نړۍ په مخ کې کيښودې او موږ ټول یې هغو ته له یوه درانه خوبه وروسته په شعوري توګه ځیرکړو. هغه په دریو ژبو ولیکل او وویل چې په هغوکې دپښتون علم او هنراومعنویات خواره واره وو ، پښتو، دری – فارسي او اردو ځکه چې دده قام همدا اوس په دغو دریو ژبواو دریو قومونوکې ورک دي ، دهند او پاکستان دسنداو پنجاب او اتراپردیش پښتانه په اردواو هندی او نوروسیمه ییزو ژبو لکه بنګالي ، پنجابی ، ګجراتی ، مرهټی کې ورک دي ، دافغانستان او ایران زیاتره ښاري اوسیدونکي په فارسی کې ورډوب شوي ، همداسي پښتانه بیا چې ژبه لري ، دبی علمئ او بې تفاوتۍ باد او باران په سراخیستي دي. په تهران کې مي ایرانی دوست چې له آره پښتون بارکزی دی په دې نژدې وختو کې راته ولیکل چې : ( لطفآ برایم بگویید که این پنبتو{پ ن ب ت و} چه سان زبان بوده است که نیاکان ما ن با آن صحبت می کردند ... )
زما ددغه دوست احساس ژوندی دی ، ځان بیاهم پښتو ن بولي ، خو په دی یې بیا سر نه خلاصیږي چې که پښتو پر (ښ) باندې ولیکل شي نودهغه وینګ ده ته ګران دی او (ب ن) ورته ښکاري ، داخپله یوه تراژیدي او غمیزه ده چې پرپښتنو باندې د تاریخ په اوږدوکې زغمل شوې او تپل شوې ده ، نن په هند کې او پاکستان کې د هندي او اردو ژبومخکښان او سالاران پښتانه دي ، په افغانستان کې د دري ژبې نومیالی پښتانه وو او دي . چې لامل یې بیاهم په دغه لاره کې دهغې مبارزي نشته والی و اودی هغه چې علامه رشاد او دهغه غورځنګ د خپل یوه څرګند انساني حق په توګه په خپل عصرکې را پیل کړه او اوس په خپله دپښتنود کمزورۍ له امله په ټپه دریدلې ده .
موږ علامه رشاد له داسې نادراتو سره آشناکړو چې تردغه وخته پورې نه موږ پرې خبروو اونه هم زموږ دوستانو او دښمنانو دواړو له ښه او یا له بده نیته موږ ته داراښوده چې خبره څه ده ؟
موږ ته رشاد لودي پښتانه نومی اثر ولیکه، داسمه ده چې تردغه وخته په هندوستان کې په دغه اړه خورا زیات کارشوی و، خوله بده مرغه چې په افغانستان کې په دغه راز باندې څوک نه ووخبر، موږ رشاد دپښتنوددغو نومیالیو له هغو کارنامو څخه خبرکړو چې هغوی دعلم اوپوهې په برخه کې بشریت ته ترسره کړي وې ، زه علامه رشاد هندوستان ته یوازې په دې لامل وهڅولم چې پښتون برم او دهغه فرهنګي کارنامې په افغانستان کې نه موندلای شې او نه څوک په دغه برخه کې وخت درکوي، هلته ډیرڅه تراوسه هم ناویلي پاتې دي ، اودا یو واقعیت و، زه يې مرهون یم، یوځل مې ورته ولیکل چې پښتون میا بهوه په طب کې لکه این سینا غوندې لویي کارنامې ترسره کړې دي ... خو دده باورنه کیده ترهغوچې ما ورته ولیکل که ابن سینا په نجوم ، طب او ادبیاتو باندې پوهیده ،میا بهوه هم کټ مټ کاروایی درلوده ، په عربی ، فارسی ، پښتو او سانسکریت ټولو ژبو باندې پوهیده اوزما ددغې هڅې یې ستاینه وکړه.
داخبره مې په دې دلته را یاده کړه چې علامه رشاد پښتنو ته دځان پیژندنې شعور ورکړ، موږ تراوسه هم دیوه داسې لوی پښتون په شته والي باندې چې له این سینا سره انډول کیدای شي نه یوخبر اوکه خبروای نو لږ ترلږه خو به مود اوسنیو پوهنتونوپه طبې برخو کې یوه څانګه دده نومیالي په نامه سره نومولی ، دطب په برخه کې دده کارونه په خپل وخت کی ترنومیالیو کسانو لکه این سینا اونوروکم نه وو، دغه نومیالی پښتون عالم میا بهوه نومیده په دغه اړه غواړم تاسې ته یوڅوټکي په لنډه توګه چې هغه هم دعلامه رشاد له علمي برکت سره تړلي دي په ډاګه کړم :
پښتون میابهوه وفات ( ۹۲۵ هجري ) دفارسی ژبې لیکوال او طبیب او دسکندرلودي په زمانه کې دهغه وزیر له لویو علماوو او فضلاو څخه و، دده په باب دهند په نیمه وچه کې مهم کتابونه لکه ، طبقات اکبري ، تاریخ فرشته ، تاریخ مسلمانان پاکستان وهند اوپه لسګونو نور هم پټه خوله نه دي پاتې شوی ، سره له دې چې دی په بیلابیلوعلومو کې نابغه و خو له طب اوطبابت سره یې ځانګړې لیواتیا اومینه درلوده او په دغه اړه یې ان په هغه وخت کې ویل چې ( درمیان همه علوم طب برای انسان مفید است ) همداټکی و چې ده په هندی طب لوستنه باندې چې زیاتره آثاریی په سانسکریت کې وو دمطالعی اوڅیړنې کار پیل کړ، او (ایرودیک ) طب ته یې چې هندي طب بلل کیده له یوې خوا پاملرنه وکړه اوله بلې خوایې ددغه علم په زده کړه لاس پورې کړ. دي لومړنی طبیب و چې دخپلوڅیړنو په ترڅ کې یې په هند کې دطب په اړه دانظریه ورکړه اوویې ویل چې یوناني طب په هند کې کارنه ورکوي ، باید دلته په خپله دهندي طب په وده باندې لاس پورې کړل شي. ددغه کارلپاره یې هندي آري پوهان په کارواچول او څوکاله یې په دغه برخه کې په ګډه څیړنې وکړې ، جالبه خو داده چې دوی خپلې څیړنې اوطبی مطالعات په خپل وخت کې په یوزر اووسوه تنوباندې عملا ازمایلې هم دي ، میابهوه لومړنې طبیب و چې په طب کې یې دډله ییزو څیړنې لاره خلاصه کړه ، مانا داچې یوه ډله طبیبان یې له ځان سره دې ته وګمارل چې په ګډه باید یو تحقیق وکړي ، چې دیوې اوږدې مودې دڅیړنو پایله یې نامتواثر ( معدن الشفا) یا سکندري طب شو چې په ۹۱۸ هجری کال کې دهندي او اسلامی پوهانو په مرسته په ژباړې ، عملی تجربو او تحقیق سره بشپړ او تالیف کړشو. چې ټول ټال (۸۷ ) څپرکې دی ، دطبی څیړنو، دناروغیو اودهغو دعلاج اودرملنې ، دناروغیودډولونو په اړه اوږدې څرګندونې لري ...» (*)
موږ ته علامه رشاد راپه ګوته کړه چې د ملیندا پڼولومړی نسخه او لومړنی مرکه پرپښتو باندې شوې اولیکل شوې وه ، سره له دې چې په دغه برخه کې په هندکې دپاملرنې وړلیکنې شوې وې ، خوڅه چې زموږ لپاره دپاملرنې وړوو هغه داچې موږ دلومړي ځل لپاره دغه نومیالي پوه ورباندې خبرکړواوهغه ویده قام چې ځان یې نه پیژاند ، هغه قام چې یومهال یې دآسیا په زړه کې لویی امپراتورۍ جوړې کړې وې ، اوس په دې نه پوهیده چې دی څوک دی ، ما مخکې اشاره وکړه ، چې له لیک او لوسته دومره لرې پاتې کړل شوی و چې هرڅه یې اوس له یاده ایستلی وو ، او لکه کوڼ او رونډدجهل په یوه تورتم کې داسې لویدلی و چې نه چا خو ځولی شو او نه یې له خپل جهل څخه ځان پریوه خوا کولای شو.
------------------------------------------------------------------------------
(*) وړاندیز : په دغه اړه به دا ډیره پرځای وای چې که کندهاراو یاجلال آباد پوهنتونوعلمي او دولتي مقاماتو دا همت کړی وای چې د ننګرهار او کندهار طب پوهنځیو څخه یوه د (میابهوه طبي پوهنځي یا انستیتوت ) په نامه لکه چې دکابل طب پوهنځی اوس د ابن سینا په نامه یادیږي ونومول شي ، ځکه چې ددغه پښتون عالم طبي څیړنې په خپل وخت کې ترابن سینا کمې نه وې. ما داوړاندیزځکه دلته دپوهنتونو دمسوولینوپه نامه وکړ ، چې دا هیله په ډله ییزه توګه له ولسمشر څخه د یوې غوښتنې په ترڅ کې وکړي، ما کولای شول چې دا وړاندیزمی هیوادمل صاحب او یا ګران یون ته هم کړی وای خو ډاریدم چي را ته وانه وایی چی : « موږ به له ما رشال صاحب او یاهم خلیلی صاحب سره مشوره پرې وکړو....»
علامه رشاد موږ ته دغه ټکی دهند دیوه نامتو عالم او دکشمیردخورا مهم تاریخ ( راج ترنګنی ) انګریزی ژباړونکی پنډت سیتارام دیادونې پربنسټ راوپیژاند، پنډت لیکلی وو :
The most famous of the Indo- Greek dynasties of Gandhara and the Punjab were Appollodotus and Menander. They conquered a great part of India. Strob tells us that Menander “ conquered more tribes than Alexander” and among his appears in Indian tradition as king Milinda who became a convert to Buddhism. His dialogue with the celebrated Buddhist Philosopher Nagasena is known as the Milinda-panho or Questions of Milinda the milinda panho was originally written in old Pushto of which no copy is now extant: it is, however, preserved in Pali in Ceylon, Burma and Siam and the earliest extant Pali copy of the 4th century A.C. was discovered in a Buddhist shrine in Japan. Buddhaghosa repeatedly refers to this celebrated dialogue as an authoritative work though not in the canon. After his death, Menander appears to have been treated with honor which recalls the passing of the Blessed One. According to Plutarch “ when Menander, one of the Bactrian kings , died on a campaign after a mild rule, all the subject towns disputed about the honor of his burial, till at last his ashes were divided between them in equal parts.”
( Ranjit Staram pandit , RAJATARANGINI English translation , New Delhi 1977 , appendix 1 p 745 )
رشاد پوهني دلومړي ځل لپاره موږ په نړۍ کې دلومړي ویا کرڼا (ويی پوهنې یا پښويې ) دنومیالي لیکوال مهارشي پاڼنې له نامه اونامتواثراښت ادهیای (اته څپرکي، یا اته درسونه ) له نامه اوموضوع سره آشنا کړو، علامه رشاد دهغه دپه اشت (اښت) ادهیای نومي اثرکې پښتو ويی په ګوته کړل اودهغو پرتلیزه څیړنه یې وکړه ، اوداهغه کارو چي دپښتوپوهانو پاملرنه یې هغو ناویلیو ته ور واړوله چې په علمی لحاظ له زیاترو پوهانو سره ناحله وې ، رشاد پوهنه په دغه برخه کې له البیروني وروسته دویمه هڅه وه چی دهندي ټولنې ، ادبیاتو او ژبو له پرتلې څخه یې په شلمه پیړۍ دا سی نوي څه اونوې خبرې را ویستی چې دعلمي څیړنو په ډګرکي یې دپاملرنې وړ اهمیت درلود. رشاد پوهنه په دغه برخه کې یو لارښود شوه چي په اښت ادهیاي کي ېې پښتووییو ته ورپام شو، ترډیرو پورې هند پوهان په دې نه پوهیدل چې یو شمیرنا آشناویي لکه (لیکل ) اونور سانسکریت ژبې ته له کومه ورغلي دي ؟ رشاد پوهنې په دغه برخه کې دا لاره خلاصه کړه چي سانسکریت په خپل ټول برلاسي اوقوت سره بیاهم له پښتو څخه په سلګونه ويی او جوړښتونه اخیستی دي .
علامه رشاد په دغه اړه دخپلې څیړنې پیل کلونه مخکې په دغه اړه داسې وکړ : " دپاڼي ني په اښت ادهیای کې ځینې داسې کلمې سته چي اوسنۍ پښتوکې کټ مټ (عینآ) اویاپه لږه اوښتې بڼه با ب دي زه غواړم په دغه مقاله کې دهغو څو نمونې وړاندې کړم ..." ( علامه رشاد ، لغوي څیړنه ۱ ټوک ، ۱۳۸۷ کال ، ۲۹۶مخ )
علامه رشاد په دغه مقاله کې د (هل ) او (یاڼه ) ويی په مفصله توګه تشریح کړي دي ، له دغې څیړنې وروسته یوشمیرنورو پوهانو داخبره په هندي پوهانو باندې ومنله چې پښتویوازنۍ لرغوني ژبه ده چي له سانسکریت او زړې فارسي دواړو سره په یوه وخت کې ژوندې ژبه وه او په بیلابیلوګرامري برخو کې یي پریوې بلې باندې اغیزه کړې ده.
علامه رشاد موږ ته دهندپوهني په وده کې د افغانان اوپښتنو ونډه وښوده ، ده دلومړي ځل لپاره داټکي په خپلو آثارواوڅیړنو کې په ګوته کړ چي دپښتنو تاریخی منابع په هند او هندي منابعو کې پرتې دي چې دهغو دلوستلواو څیړلو په ترڅ کې باید را برسیره شي. دی لومړی لیکوال و چي دهند په بیلابیلو برخو کې لکه ابوریحان البیرونی وګرزید او هلته یی دآسیا ددغو نومیالي قوم(افغانانو- پښتنو ، پټانانو ) هغه میراث دځان او جهان په وړاندې رابرسیره کړچې تراوسه هم ددغه قوم د(نا استوګنو) اوفرهنگ ستمودښمنانانو لپاره دباور وړنه ښکاري ، رشادپوهني موږ په دغه برخه کې پرهغورښتیاووباندې برلاسي اوخبرکړو، هغه چې دهند پرنیمه وچه باندې یې دمتمدنوپښتنو د واک او ژواک داسطورو دنګې ماڼۍ درولې وې.
پایله :
ددغه تیوریکي بحث په پایله کې باید دغه ټکي ته اشاره وکړو چې علامه رشاد په خپل عصرکي زموږ دهنر، ادب او فرهنګ په برخه کې د دغه هیواد دآراستوګني ادبي فرهنګی غورځنګ په را ژوندي کولو کې لویه تاریخی اوعلمي دنده او رسالت ترسره کړ، ده او دده یارانو دلومړي ځل لپاره پرافغاني (پښتني ) ادب ، ژبې او فرهنګ باندې د تورتم او ستم دور پای ته ورساوه اود آریانا ،خراسان او افغانستان د آراستوګنو پرګنو(اپوکینو، افغانانو ، او پښتنو ) په پلوۍ یې خپل غږ له هغه نړیوال بهیرسره یو کړلکه چې انساني اواخلاقي هنګامه یې له امریکا ترآسیا خوره شوې وه او په هره برخه کي یی ځان دبریاوو جوګه کړ ، په دې هیله چې زموږ نوي نسلونه به دغه روښانه مشال دپښتون او افغان آراستوګني ولس دتاریخ او فرهنګ دلوړتیا هغي پوړۍ ته ورسوي څوددغه هیواد هراوسیدونکي افغان ته ( مینه د زړه په وینه ) شي .
په هرډول سره له دې چې علامه رشاد ، علامه حبیبي د شلمې پیړۍ البیروني بللي ، ځکه نو زه هغه په دغه نامه نه شم یادولای ، خوکوم میتود چې ده دتاریخ ، انسابو ، مذاهبو، اوادبیاتو په اړه په خپل وخت کې دخپلوڅیړنوپه ترڅ کې کارولی هغه ترډیره حده له البیروني سره ورته والی لري ځکه نوزه دهغه دعلمي بوختیا ، صلاحیت او تلاش په اړه د خپل دغه کالنی لکچر پای پرهغه کیسه پای ته رسوم چې هغه دالبیروني په اړه دهغه یوه معاصر پوه لیکلې ده اودعلامه رشاد له حاله سره هم برابرتیا کوي .
« فقیه ابوالحسن علی بن عیسی الولوالجی د وفات دوخت یوه حیرانونکې واقعه بیا ن کړې ده چې یاقوت هغه له محمد بن محمود النیشاپوري څخه اخیستې ده اوهغه قاضی کثیربی یعقوب بغدادی له ( الستورکتاب) څخه نقل کړې ده قاضی یعقوب دغه واقعه دفقیه ابوالحسن له خولی څخه اوریدلې ده :
(( زه ابوریحان ته ورغلم ، ما هغه ولید چی سلګۍ وهلې ځکه یی سینه بندیدله په همدغه حال کی یې ما ته وویل جی تا یوه ورځ دجدات فاسده (یعني دموردخوا اناګانې ) حساب په څه ډول ښوولی وو ؟ ماد شفقت له لارې ورته وویل : آیا په دغه حالت کې درته وښیم ؟ ده وویل : " هوپه دغه وخت کی راته وښیه زه چي ددغې مسلی تر زده کولو وروسته دنیا پریږدم نسبت هغه ته به ښه وي چی په هغې باندې جاهل له دنیا څخه ولاړشم " ما هغه مساله ورته بیان کړه اوده په یاده کړه څه چې ما ورته ښوولي وو هغه یي تکرارکړل وروسته بیا زه ورڅخه رخصت شوم اوباندې ولاړم لاپه لارکې وم چی د ژړا اومصیبت آوازمې ترغوږ شو ( یعنی البیرونی رخصت شو).
« سیدحسن برنی ، البیرونی ، ژباړونکی عبدالاحد عارض کابل ۱۳۵۲ ص ۱۴۳ »
اوعلامه رشاد هم له دغې نړۍ څخه اووه کاله مخکې دپوهې له همداسې یوې پراخې زیرمې سره خداپامانی وکړاو رخصت شو.
اروا یي ښاده .
بسی دورباید که چرخ ظفر بیا رد کسی چون توباردیر
پای
ادمنتون کاناډا
Rasidan_g@yahoo.com