-١الحاج سید عبدالاحمد ( بلبل، نور بابا) پلار
٢- ډاکتر سید نصیر احمد، فارمسيست سید نور احمد، انجینیر سید شېر احمد، اقتصاد پوه سید خلیل احمد، انجینیر سید شفیق احمد او اقتصاد پوه سید حسیب احمد، ورونه
-٣متقاعد ډګروال سید محمد عمر، نیکه
-٤ برید جنرال سيد عزیز احمد د کورنیوچارووزارت افسر، تره
-٥ متقاعد ډګروال سید محمد عارف، انجینیرسید محمد انور او انجینیر سیدمحمد اعظم، ماما ګان
د سید مجیب احمد د مړینې له کبله چې جنازه یې په کابل کې خاورو ته سپارل شوې ده، دوستانو ته خبر ورکول کېږي چې فاتحه یې د اوترېخت په ښار کې د ترکانو په مسجد کې د شنبې په ورځ د دسمبر په لسمه نېټه د ماسپښين له دوه نيمو بجو څخه تر څلورنیمو بجو پورې اخستل کېږي!
د اړیکو لپاره تليفونونه:
0627187018
0302615748
0629355648
د جومات پته:
Utrecht ULU Moskee
Kanaalstraat 36
3561CK Utrecht
جومات د اوتريخت (Utrecht) ښار د اورګاډي ستېشن ته نږدې د ترکانو د بازار په پیل کې موقعیت لري!
دارواښاد سيدمجيب احمدژوند ليک
سید مجيب احمد د سید عبدالاحمد زوی، د سید عبدالواحد لمسی، د سید نور محمد کړوسی او د سید شېر محمد کودی دی، چې د ١٣٥٩ ل ل کال د سلواغې د میاشتې په شپږويشتمه نېټه د جوزجان ولایت د شبرغان په ښار کې زېږېدلی دی او د ١٣٨٤ ل ل کال د کوچني مبارک اختر په لومړۍ ورځ د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د کفتر خانې په سیمه کې د ګاډي د اوښتلو له کبله په حق ورسېد٠
( انالله و انا الیه راجعون)
مرحوم سید مجيب احمد د افغاني دودونو سره سم لومړی د بغدادي قاعدې په زده کړې په کور کې پیل وکړ او په ١٣٦٥ ل ل کال د شبرغان ښار د ابن یمین په ښوونځي کې شامل شو، د ژوند د ناخوالو له امله یې ښوونځي لوستل هلته سر ته ونه رسېدل او د زده کړې د پرمخوړلو لپاره د پېښور ښار ته کډه شو، چې د پېښور په ښار کې یې د ښوونځي تر څنګ د کمپیوټر او انګرېزي ژبې زده کړو ته هم اوږه ورکړه او په پوره بریاليتوب سره یې د ښو پاييلو تر لاسه کولو سره ښوونځی، انګرېزي ژبه او د کمپیوټر مسلکي زده کړې پای ته ورسولې چې بلاخره د کمپیوټر او انګرېزي ژبې د ښوونکي په توګه وګمارل شو٠ سید مجيب احمد همدا ډول د ګڼشمېر دیني کتابونو زده کړه له پلار څخه تر لاسه کړې وه٠
په ګران هېواد کې د بدلون سره سم په ٢٠٠١ م کال کې هېواد ته ستون شو او په یوه غیر دولتي پولندۍ موسسه کې د کمپیوټر، اداري چارو او پلان جوړونې دنده پر غاړه واخیسته چې په هېواد کې د ښوونځیو جوړول او د ښوونې او روزنې په نورو برخو کې په کار بوخت وؤ٠ سيد مجیب احمد د دغو دندو تر څنګ د کانکور د ازموېنې تر سره کولو وروسته د ښوونې او روزنې شپې پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د لومړي کال پوهنپال هم وؤ٠
د پولندۍ موسسې کارونه د افغانستان په ټولو ولایتونو او لرې پرتو سيمو کې فعاله وؤ او مرحوم سید مجیب احمد د زړه له تله د هېواد په بیا رغاونه او د هېواد د بچیانو د خدمت لپاره ملا تړلې وه او دې لاره کې یې نه ستړیکېدونکی زیار ګاللی دی٠ د کارونو د ښه سمبالښت لپاره د هېواد بېلابېلو سيمو ته تللی او د ښوونځیو لپاره یې د سيمې حالات پخپله څېړل او همدا ډول یې د ښوونې او روزنې د رغښت د لا ښه والي لپاره د جاپان هېواد په رسمي غوښتنه هغه هېواد ته سفر هم کړی وؤ٠
د سید مجیب احمد په غوښتنه او پلان جوړونې د نوموړې پولندۍ موسسې پخوانیو کار کوونکو چې له خپلې دندې وروسته خپل هېواد ته ستانه شوي دي: افغان هېواد کې یې د ښوونځیو د جوړولو تر څنګ په ښوونځیو کې د څښاک د اوبو د ستونځو د لیرې کولو لپاره یې د ژورو څاګانو د جوړولو په منظور د سلو زرو ډالرو په کچه مرستې راغونډې کړې دي چې هغه پیسې د نوموړو پولندي اشخاصو لخوا په جوړ شوي بانکي حساب کې پرتې دي او د سید مجیب احمد پلان هغوی ته سپارل شوی دی٠
هيله ده چې د سید مجیب احمد د ښوونې او روزنې د بیا رغاونې او په ښوونځیو کې د څښاک د اوبو د ستونځو دا لوړه هیله چې د هېواد د بچیانو د ستونځو د حل کولو لپاره تر سره کېدله، تر سره شي٠
کله چې سید مجیب احمد په ٢٠٠١ م کال کې هېواد ته راستون شو، نو د افغانستان جمهوري ریاست د مشاورینو لخوا ده ته د کمپیوټري چارو د ریاست د دندې وړانديز شوی وؤ، خو سید مجیب احمد دغه دنده و نه منله او داسې به یې ویل:
په هېواد کې د ډېرو زیاتو ناخوالو له کبله ما ونشوی کولی چې ښوونځی په خپل هېواد کې پای ته ورسوم، نو ځکه زه ټولې هلې ځلې د ښوونې او روزنې په برخه کې کوم چې تر څو د هېواد ټول بچیان په دې وتوانېږي چې ښوونځی په خپل ټاټوبي او خپل هېواد کې پای ته ورسوي او له پوهې برخمن شي٠
مرحوم سید مجیب احمد د پاک زړه، صاف نیت او لوړ همت څښتن وؤ٠ پاک رب دې په ورحمېږي٠ پاک الله دې یې غرق رحمت کړي او جنتونه دې یې په برخه کړي!