مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-12-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي مرکز د خواخوږۍ پیغام

د الحاج عبدالقیوم بزګر د وفات له امله په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي مرکز د خواخوږۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان یوتن خدمتګار بچی الحاج عبدالقیوم بزګر په پېښور کې د هغې ناروغۍ له کبله چې ورپېښه وه د روان کال د لیندۍ په ۱۳ نېټه له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې .( لوی خدای ( ج ) ) دې وبښي )
.الحاج عبدالقیوم بزګر د افغانستان د یو تن منور او روڼ اند ټولنیز او مسلکي شخصیت په توګه کورنۍ او هېواد ته د یو لړ ګټورو خدمتونو مصدر ګرځېدلی چې له وفات نه به وروسته هم پرې یادیږي .هغه ندی مړ ، هغه ځکه تلیاد او تلپاتې دی چې هېواد ته یې صالح ، غوره ،خدمتګار او منور بچیان ډالۍ کړي ،ارواښاد عبدالقیوم به د ښاغلي ډاکټر عبدالصمد ملکزي، ډاکټر محمد فرید بزګر، محمد طارق بزګر( د دعوت د ملي خپرونې چلوونکی ) او الحاج محمد اشرف باتور او د خپلو نورو هېوادپالونکو بچیانو په وجود کې د تل لپاره ژوندی وي .خوموږ یې دغه ناڅاپي مړینه کورنۍ او ټولنې ته یوه ضایعه ګڼو او په دې توګه د هغه له کورنۍ ، بچیانو او په ځانګړې توګه د هېواد له غوره ژورنالیست ښاغلي محمد طارق بزګر سره په دغه ستر غم کې ځان شریک بولو .

اروا یې ښاده او برکت یې پر بچیانو .
په درنښت
د (خپلواکۍ) چلوونکی :
یوسف هېواددوست او فیضیه هوسا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery