مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-12-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

درحیم غمزده په مړینه د PSDP د غمرازئ پيغام

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند


په ډیره خواشینئ سره مو خبر تر لاسه کړ چی د پښتو ژبې وتلې سندرغاړې  ښاغلی  رحیم غمزده د اوږدې ناروغۍ وروسته د نزدې  75 کالو په عمر د روان ۲۰۱۱ ع کال د ډسمبر د میاشتی په ۱۵ مه نیټه د جمعی په  ورځ لدی فانې نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټي کړی

رحیم غمزده د تېرو دریو کالونو راهیسی د مرئ  د کېنسر یا سرطان په ناروغئ  اخته ؤ او د جمعې په ورځ د ننگرهار په یو روغتون کې پحق ورسېد.

انالله وانا الیه راجعون

ارواښاد رحیم غمزده دپښتو ژبی نومیالی سندرغاړی ،کمپوزر ،شاعراو ممثل  ؤ چی د هنر په ډګر کی ئی دډیرو نوښتونو سربیره د پښتنی کولتور د بډایني لپاره ئی دپښتو موسیقي په شرقی، غربی او هندی نوی تالونو سره غني کړی وه.
 ارواښاد رحیم غمزده  نزدې شپېته کاله  د هنر په نړۍ  کې پاتې شوې ؤ. ملی سیاسی نظر ئی درلود د خپل قام او هیواد دابادئ اوسوکالئ لپاره ئی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دی اوخپلو سندروته ئی دمينې او ورورولئ پښتنې رنګ ورکړی ؤ .

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoon Social Democratic Party (PSDP) د ارواښاد رحیم غمزده مړینه پښتنی کولتور او ټولو پښتنو ته نه جبران کیدونکی ضایعه بولی، دکورنئ خپلوانو ، دوستانو  او مینه والوسره ئی پدی دروند غم کی ځان شریک ګڼی.

روح دی ښاد وی


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery