په زياته خواشينۍ سره مي خبر تر لاسه کړ چې زموږ دهيواد دپيژندل سوی ژورنالست ،ليکوال او له ناروې څخه دخپرېدونکي مياشتنۍ خپروني دعوت دمسؤل مدير ښاغلي محمد طارق بزګر قبله گاه صاحب الحاج عبدالقيوم بزگرپه ناڅاپ توگه در ور پيښي شوي ناروغۍ له کبله د فاني نړۍ څخه دتل لپاره د لوي او ابدي سفر په لوررخصت اخيستی . اناالله و انا الیه راجعون
گران او ډير نږدې دوست ښاغلي طارق بزگرصاحب ته ددوی دخداي بخښلي پلار مړينه نه يوازي ددوي دکورنۍ اوخپلوانو لپاره بلکه دهغه ددوستانو او ټولو هغو لپاره چي دمرحوم سره يې له نژدې پيژندل لويه ضايع بولم . زه د محترم بزگر صاحب او دده درنې کورنۍ له نورو ټولو غړو، ډاکټر عبدالصمد ملکزي، ډاکټر محمد فرید بزګر، او الحاج محمد اشرف باتور سره په دغه غمجنه پېښه کي ځان شريک بولم .
ښاغلي طارق بزگراودفاميل ټولومحترمو غړوته يې دلوي او بخښونکې خداي له درباره دزړه صبر غواړم .
دڅښتن تعلا له لوي دربارنه دا هيله لرم چې دگران او قدروړ بزگر صاحب او ددوي دمحترمې کورنۍ ټول غړودکور دروازه بيا هيڅکله دغم دپيغام رسوونکې له خوا ونه ټکول سي .
په درنښت
حبيب اله غمخور
سويډن مالمو