په ډیره خواشینۍ سره خبر شوو چي د افغانستان د یوې خدمتګاري کورنۍ لارښود، حقوقپوه الحاج عبدالقیوم بزګر په ناڅاپي توګه له دې فاني نړۍ سترګي پټي کړي . لوی خدای ج دی یې وبخښي. ( امين )
الحاج عبدالقیوم بزګر نه یوازي پخپله د هیواد او اولس خدمت په پوره صداقت کړی بلکي په خبپه کورنۍ کي یې د پوهي داسي یوه دایمي ډ یوه بله ساتلې چي نن یې په رڼا د ګڼ شمیر افغانانو سترګي روښانه کیږي او هغه د هغه ، هغه خدمتګار بچیان دي چي شپه او ورځ د اولس او هیواد په خدمت کي زیار ګالي.
په هالند کي دافغاني کلتوري ټولني مشرتابه جرګه ګۍ او غړي الحاج ارواښاد بزګر ته په هغي دونیا کیي هم رڼایي او فردوس جنتونه غواړي او له درنې کورنۍ سره یې ، په ځانګړې توګه د دعوت د ملي خپروني موسس او چلوونکي ښاغلي محمد طارق بزګر سره ځانونه په دغه ستر غم کي شریک ګڼي او ورته د زړه له تله تسلیت غواړي.
د الحاج ارواښاد عبدالقیوم بزګر اروا دي ښاده او یاد دي یې تلپاتي وي.
په هالند کي د افغاني کلتوري ټولني د مشرتابه جرګه