مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-01-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دپاچا خان خدايي خدمتګار ټولني غبرګون او احتجاج

دپاچا خان خدايي خدمتګار ټولنه
د جرمني هېواد په پلازمېنه برلين کې د ګران هېواد افغانستان دسياسي نظام بدلولو په اړه جوړېدونکې غونډې پر وړاندې دپاچا خان خداي خدمتګار ټولنې غبرګون .
موږ دجرمني هېواد څخه په کلکه غوښتنه کوو چې نور دې دافغانستان کورنيو لمبو ته لمن نه وهي او افغان يو موټی ولس دې دفدارالي نظام په نامه په وړو وړو برخو نه ویشي . همدا راز په دغه جوړيدونکې غونډه کې دافغانستان څخه رابلل شوي جنګسالاران او قاتلان هېڅ کله زموږ دولس استازي ندي او نه هم ددغه جنګسالارانو له خوا کوم لاس ليک  شوی سند ولس ته دمنلو وړ دی ، په داسې حال کې چې موږ لا تر اوسه د ډيورنډ د تورې کرښې داغ له خپلې پاکې خاورې نه دی پاک کړي ، نو هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ ګران وطن دفدرالي نظام تر نامه لاندې دتجزيې په لور روان کړي .
موږ دافغانستان د ټولو رسنيو او هغه پر وطن مينو کړيو ترڅنګ ولاړ يو چا چې د دغې غونډې پر وړاندې دمخالفت غږ پورته کړي دی .
په درنښت په بیلجيم او هالند کې د پاچا خان خداي خدمتګار ټولنې مشرتابه هېت .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery