مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-01-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دباوري صاحب درنې کورنۍ ته دتسلیت پیغام

محمد امین بسمل


دیوې منورې، درنې اوویاړلې کورنۍ دیو ځوان، ځوانیمرګتوب دومره په زړه داغ داغ کړم، لکه دخپلې کورنۍ کوم څوک مې چې له لاسه ورکړی وي .
 هو!
 داسې  یوتریخ اوخورابدخبر مې واخیست، چې دباوري صاحب کشری ورورعزیزالله جان باوري  په  حق  ورسېد.
 انالله و انااليه راجعون
زه له قدرمنوهریو الحاج محمد جان باوري ، پوهنوال رسول باوري ، حاجي قیوم باوري ، حاجي امین باوري ، ډاکټر امان الله باوري ، ډاکټر حبیب الله باوري ، ډاکټر شفیق باوري، استاد عبدالغني باوري، ډاکټر نجیب الله باوري ، ډاکټر حمید باوري او ډاکټر اشرف باوري سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولم .
 دباوري  صاحب  پتمنې کورنۍ،  ټولو خپلوانو او غمشریکانو ته  دتسلیت  لاس لپه کوم او ځوانیمرګ  عزیزالله جان  ورورکي  ته مې له الله (ج) څخه دفردوس جنت هیله کوم .
 د ګردون  دا وروستیوناوړو پېښو مې زړه ډېر نازک  او تنګ کړی دی  بېګاه مې په نیمه شپه کې هم دڅو جملو په لیکلو سره خپل  دردېدلی زړه دلاندې څو جملو په لیکلو سره  اراماوه خو دردیې لا نورې څړیکې هم  پسې خپرې کړې  :
 
له ډېره درده یو څو کرښې لیکم هو!
 په جرمني کې نیمه شپه شوه له درۍ نیمو بجو هم ورواوښتې  خو ما ته خوب نه راځي ما خو پخپل ژوند عزیزالله جان نه و لیدلی خو په خدای باور وکړئ ، چې وړمه ورځ  مانا دهغه دمړینې په ورځ ما ته زما شپږم حس وېیل، چې کور ته ولاړ شې نو بد خبر به واورې .
 تاسو باور وکړئ ، چې تر کوره په  را رسېدو مې زړه درزا کوله کله، چې کور ته  را ورسېدم او پوښتنه مې وکړه هر څه سم و خو ، چې انترنیت مې پرانیست  دیو ځوانیمرګ خبر مې پکې ولوست دا داسې ځوانیمرګ و ، چې ما پخپل ژوند نه و لیدلی، عجیبه ده، چې چا څوک لیدلی نه وي پسې ژاړي؟

هو!
 دا دیوې درنې  او منورې کورنۍ یو ځوان غړی و، اوس خو په موږ پښتنو عمومي لو ګډ دی خو د داسې منورې کورنۍ  یو ځوان ، چې  رانه اخلي  دا نو  لا زیات  زور غواړي  .
 نیمه شپه ده خوب مې ورک دی دوه درۍ ګړۍ مخکې مې جهاني صاحب اوغمخورصاحب ته زحمت ورکړ دزړه درد مې ورسره شریک کړ ، ګران عبدالله  احسان صاحب  خو مې له خوبه را ویښ کړ خو ما ته یې په خورا محبت  ځواب  راکړ  زه له دوی ټولو مننه کوم  او ویاړم، چې شکر دغم او درد شراکت خو لا ژوندی دی  خو بیا هم نه پوهېږم، چې ولې دعزیز الله جان مړینې چې ما  پخپل ژوند نه و لیدلی ما دومره ځوروي؟
کېدای شي درنو لوستونکو ته  هم پوښتنه پیدا شي خو زه یې پخپله ځواب نه لرم ممکین دا یو اروايي تړاو وي په هر صورت  راځئ ، چې  په دې درانه غم کې دباوري صاحب  درنې کورنۍ ته لاس ورکړواو په دې دردوونکو شېبو کې ورسره مله  او ووایو، چې هم ژوند حق دی هم مړینه .
 

  دجرمني له  بایرن آیالت څخه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery