مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-01-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولي حداد فرهادله ټولو خواږو مننه وکړه

ولي حداد فرهاد


شنبه (خالي) ٢٨ / ٠١ / ٢٠١٢
بسم الله الرحمن الرحيم
قدرمنو هېوادوالو !
دمحترم ارواښاد حداد صاحب د وفات نه شپږ اوونۍ وروسته په دې توانيږم ، چې دځان او خپلې ټولې کورنۍ دزړه له کومې منني وټولو هغه هېوادوالو او عزيزانو ته ، چې زمونږ د مرحوم پلار په فا تحو او ختمونو کې يې برخه اخيستې ، يا يې دټيليفون او برېښـنا ليک له لاريو زمونږ سره خواخوږي ښکاره کړې او هم هغه ملګرو ، چې په ويب پاڼو کې ليکنې ، شعرونه او خپل پاک احساسات څرګند کړي ، وړاندې کوم . ددې حديث شريف په استناد ، چې کله يوه خبره دچا له خولې نه وځي هغه دبل انسان تر غوږو رسيږي او کله چې يوه خبره د يو انسان له زړه نه وځي هغه دبل انسان زړه ته رسيږي . مونږ هم ستاسو ټولو خواخوږو ملګرو خبرې واوريدې او زړه ته مو راورسيدې . پدغه ډيرو سختو ورځو او حالاتو کې ستاسو دغه دخواخوږۍ پيغامونه او سپيڅلي احساسات زمونږ دزړه د ډاډ او ډېرو تسليو باعث وګرځيده ، نو يو ځل بيا تاسو ټولو نه ډېره مننه او کور ودانى وړاندې کوم .
 ديوه ارام او متحد ګران افغانستان په هيله !
په ډيره مينه

دارواښاد فرهاد زوى

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery