دخپریدو نیټه : 2012-01-28 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د پوهنمل حاجی محمد نوزادی لخوا د تسلیت پیغام
په ډیری خواشینۍ سره د انترنیټ په جال کی د لروبر ویب پاڼی دلاری خبر شوم چی زما د ګران دوست ، وتلی لرغونپوه او پیژندل شوی فرهنګی شخصیت پوهنوال محمد رسول باوری کشر ورو نامراد عزیزالله باوری دیوی ناڅاپی ناروغۍ له کبله په حق رسیدلی دی . ځوانیمرګ عزیزالله جان یو رشید ځلمۍ او دخپلو نورو وړونو پشان ورته پاک خدای ( ج ) غوړیدلی استعداد ورکړی وو چی کولای یی شوه د وطن په ننی ماښام کی لږ ترلږه د یوه کنج روښانه څراغ و ګرځی ، خو :
دا فلک یو څه نادان غوندی باغوان دی = هریو ښاخ چی غوټۍ نیسی، پری کوی یی
زه پدی توګه په ابدی خوب ددغه ځوانیمرګ د ویدیدلو له کبله و الحاج محمدجان باوری ، پوهنوال محمد رسول باوری ، الحاج محمد امین باوری او ددوی و ټولی کورنۍ ته په ژور خفګان سره پدی ماتم کی تسلیت وایم ، د لوی او بخښونکی خدای نه ځوانیمرګ ته فردوس جنت او په ویر کی پاته کسانو ته یی د جمیل صبر غوښتنه کوم .امین یا رب العالمین