ښاغلي رمضان (بشردوست ؟) ته ، په بلژيک کي دميشتوافغانانوسرخلاصی ليک
ګرانه پر بشر مين رمضان صيب :
لمړی تر هرڅه تاسي ته ،ستاسی د ناکامو هڅو او هيلو تسليت وړاندي کوو ٠
افغانان متل کوي : چي د ميړاني يو اصل د پړه منل دي ٠
که چيري د افغانستان څارنوالانو او قاضيانو ستاسي د غرض او هدف نه ډکو افراطي نظرياتو ته ، ستاسي د اند برابر جواب نه وي درکړی ، نو موږ افغانان ستاسي د خبرو تر شا ( کاسې لاندي نيم کاسه) ستاسي مخ ته ږدو :
لمړۍ : مهرباني وکړی وواياست ، په فرانسه کي د تعليم پر وخت مو څو ځلي د خپل ملت پر ضد د ناوړو کسانو سره په غونډو کي ، چي د افغانستان د ټوټه کيدو مشري يې کوله ، برخه اخستی ده ؟
دوهم : مهرباني وکړی راته څرګنده کړی چي لا دکوم مشاور هوډ تاسي پر خپل بی بنسټه دريځ درولي ياست ؟
دريم : مهرباني وکړی نور نو د ملت سترګو ته له بوټو سره مه وردانګۍ ، ملت نن ها د پرون ملت نه دی ٠ د چا خدمت چي په کلي کښي يي ورته د اوبو ژور څا وکينده ، ورته يي د نړيوالو کومکونو دروازی خلاصي کړې او هر وګړي محسوس کړي ، او د چا جفا چي پر دې خوار او جنګ ځپلي ملت يې حتی د خارجيانو لورينه نه لوريده ؛؟٠
ملت ته ستاسي د زړه او خولې خبره يوه نه ده ٠کوښښ وکړی يوه يې کړی ٠
موږ د خپل ملت خواخوږي ستاسي نه په درنښت هيله کوو چي د وطن د يوه پوه ،هوښيار او با تدبيره شخصيت او ملت په وړاندي بخښنه وغواړۍ او پريږدۍ چي د وطن زامن په مينه د خپل ټاټوبي د خدمت مصدر شي ٠
ستاسي د پوهيدو په هيله
الحاج امين باوري
په بلجيم کي د افغانانو ټولني په استازيتوب