دخپریدو نیټه : 2012-02-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دخبریالانووژل یوملي ناورین دي - دخواخوږی پیغام
ولایت خان ځدراڼ
په ډیره خوشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د اسلام ، علم او فرهنګ دوښمانانو یو بل ځوان خبریال په بې رحمانه ډول وواژه
انا لله و انا الیه راجعون
د پکتیکا ولایت د ورګون ولسوالی اوسیدونکی ارواښاد سادېم خان بهادرزوی چې د یوې سیمیزې (مېلمه ) راډیو مسئول او په همدې ولسوالی کې د ځوانانو د ټولنې مشر او بندسټ ایښدونکی وو په دین وطن او خپل کلتور مین شخص وو
ارواښاد بهادرزوی یو ډیر صمیمی او میناناک ځوان وو خپله خاوره او ولس ورباندې ګران وو هغه په دې کم عمر کې خپلې ژبې او د سیمې ځوان نسل ته ډیر خدمتونه کړي دي چې دې سیمې په ځوانانو او مشرانو کې یې ځانګړی ځای درلود هغه تل د خپلې راډیو له لارې د فساد په ضد خپلې نا ستړیکیدونکي هلې ځلې کړي تل یې سیمیز چارواکې د خپلو مسولیتونو په هکله پوښتلي او د دوی ټولې نیمګړتیاوې یې دې یوه روښتوني ژورنالست په حیث پرته له کوم ډار او وېرې د مرکو او بیلا بیلو خپرونو له لارې په ډاګه او د عام اولس تر غواږونو رسولي. ارواښاد په سیمه کې د یوې داسې ډیوې حیثیت درلود چې رڼا یې په ډیرو ځوانانو خوره وه خو دې علم او فرهنګ دوښمانانو په افغان ځوریدلو ځوانانو دا رڼا پېرزو نه وه او ارواښاد یې تیره سه شنبه د روانې عسوي میاشتې په ۲۲ نیټه د شپې په تیاره کې له کوره ویوست او کور ته یې نیږدې د چاړې په واهلو شهید کړ یاد یې ښاد او تل پاتې
په داسې حال کې چې د ارواښاد سادېم خان بهادرزوی مړینه د پښتو ادب او کلتور ته یوه ستره ضایع بولم او د ارواښاد د کورنۍ سره په دې ستر غم کې ځان شریک ګڼم شهید ته د جنت فردوس او کورانۍ ته یې د الله (ج) له دربار څخه جمیل صبر غواړم
او د پکتیکا ولایت په امنیتي مسئولینو او قومي اربکیو غږ کوم چې د شهید سادېم خان بهادرزي قاتلین مالوم او په عام معذر کې د اسلامي حدودو په چوکاټ کې سزا ورکړي تر څو نورو داسې ورانکارو او د علم ،هنر او فرهنګ دوښمانانو ته د عبرت درس وګرځي