مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-12-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خپلواکۍ دفرهنګي مرکز د خواخوږۍ پيغام

خپلواکي فرهنګي مرکز

په مزارشریف کې د افغاني ژورنالیست ارواښاد فهیم احسان د ترور له امله د ( خپلواکۍ ) د خپرونې دخواخوږۍ پیغام

 

ډنمارک   ۱۸/۱۲/۲۰۰۵

 

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په مزارشریف کې د افغانستان د راډیو – تلویزیون سیمه ایز ژورنالیست فهیم احسان پر ټولنه باندېد مسلطو مافیایي  ټوپکوالو لخواد لیندۍ د میاشتې پر شپږ ویشتمه نېټه   ووژل شو  او په دې توګه د شهادت لوړه مرتبه یې ترلاسه کړه ( لوی خدای دې ښه جنتونه ور په برخه کړي )

 

فهیم احسان چې د ټلویزیون یو شمېر غوره خپرونې او له هغې جملې پر چارواکو د نیوکو یوه په زړه پورې خپرونه یې چلوله  د خپل رښتیني ژورنالیزم قرباني شو .ارواښاد فهیم فکر کاوه چې ګواکې په افغانستان کې د اعلان شوې خو ورکې دموکراسۍ  تر سیوری لاندې د وینا او بیان خپلواکي شته ، خبریال فهیم  فکر کاوه چې ټولنه د خدمتګارو، هېوادپالونکو او رښتینو چارواکو په لاس کې ده نو ځکه یې خپلې خبرې په زغرده کولې ، فهیم فکر کاوه چې نور نو د کرزي دولت د بشر د حقوقو او د افغان د سر د ساتلو پیاوړي امنیتي  واک دی ، فهیم احسان فکر کاوه چې د مطبوعاتود خپلواکۍ( تش په نامه )  او د ژورنالیستانو د قانوني خپلواکۍ پلوشې د افغان ژورنالیستانو د ژوند او کار پر ټولو اړخونو خپلې لورینې خپرې کړي ، خو له بده مرغه داسې نده .نن په افغانستان کې تر بل هر چا زیات ژورنالیست او ژورنالیزم تر ګواښ لاندی دی .د بیان او لیکلو خپلواکي په افغانستان کې ځکه نشته چې هلته سیتم نشته ، هلته واحده اداره نشته ، هلته واکدار او چارواکی ندی څرګند ، هلته راډیو – ټلویزیون او مطبوعات باید د دوو مسلطو عناصرویانې  له یوې خوا د کمزوري دولت او له بلې خوا د زورورو مافیایي تنظیمي توپکوالوسره تړاو او رابطه وساتي ، کنه  نو نه به کوم ژورنالیست وی او نه به هم کوم ژورنالیزم .  خبریال فهیم  لا  د  پخوا هم په دغې رښتینولۍ ډبل شوی و .دغه خبره د افغانستان د ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې مشر ښاغلي رحیم الله سمندر هم په خپل مطبوعاتي بیان کې کړې  او دا یې هم ویلي چې ارواښاد فهیم د وهل کېدو ترڅنګ  تهدید شوی هم و.او دا دی د قلم او وینا دښمنان په دې بریالي شول چې د یو ځوان ژورنالیست  ژوند ختم کړي .

 

موږ په داسې حال کې چې ارواښاد فهیم احسان ته د لوی خدای له دربار نه د مغفرت غوښتنه کو ، په دې توګه د ارواښاد له کورنۍ او د افغاني ژورنالیستانو له ټولنې سره خپله غمشریکي څرګندوو  او نه یوازې له ښاغلي کرزي څخه بلکې د نړېوال بشري حقوقو له مدافعانو نه هم په کلکه هیله لرو چې د خپلو موخو د اثبات لپاره  د نوموړي قاتلان ژر څرګند او د خپلو اعمالو په سزا ورشوي .

په افغانستان کې رښنینی ژورنالیزم ته مخه نه ورکول کیږي

افغاني رښتیني ژورنالیستان هر چېرې د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي

په افغانستان کې د رښتیني او زړور ژورنالیزم په هیله

 

په درنښت

د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز په استازیتوب

یوسف هېواددوست

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery