مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-12-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ارواښاد محمد حلېم » سلېمي« په ېاد

عبدالمجيد - ډنمارک

 

(سل دي ومره يو دي مه مره دا متل دی پخوانی)

يو مو مړ سو ، سل ژوندي دي پکښي کي نسته مېړنی

 

چي دستارتړي هزار دي دا ارشاد د خوشال خان دی

د د ستاراو دنامه پکښي پېدا سي ېو سړی

 

هدېره دشمله ورو کي يې وسپارﺉ پرخاورو

مرګی ړوند دی فرق يې نه کوي چي خپل دی که پردی

 

له هرڅه نه مخکي داروا ښاد سلېمي د ناگهاني مړېني له کبله دنوموړي د کورنۍ ټولو غړو ته د رب العزت له درباره تسلېت غواړم او ددوی روح ته دوعا کوم جنتونه دې په برخه سي.

نه ېوازي په کندهار کي به ډېر لږ کسان وي چي د خدای بخښلي «سلېمي » له نامه سره اشنا نه وي .بلکي دهېواد په کچه ېوه پېژندل سوې څېره وه.

ارواښاد» سلېمي« صاحب د هېواد د هغو گوتو په شمېر شخصېتونو د کاروان مل و چي د خپل ژوند زېاته برخه ېې د هېواد او وطنوالو د ښېرازۍ لپاره وقف کړې وه .مرحوم سلېمي زموږ د وطن ېو دهغو ازاد خېالو له ډلي څخه وو چي له نن څخه کم او زېات شپېته کاله مخکي ېې خپله مبارزه د وخت دازاد خېالو ځوانانو سره هم غاړې کړه .»سلېمي «نه ېوازي دهېواد په دننه کي د خپل فرهنگ او کولتور د پېاوړتېا لپاره ارزښتناک کارونه کړي دي چي په دې وړه لېکنه کي ېې د ېادولوڅخه ډډه کوم د مهاجرت په سختو شپو او ورځو کي تل د هېواد د ادېبانو، شاعرانو او لېکوالانو او خپلو عادي افغانانو د ېوځای کېدلو مرکزي رول په غاړه اخېستی وو.زه فقط ددوی د کارونو ېوه وړه برخه ېادول غواړم .د هېواد څخه لېري د امرېکې د نېوېارک په ښار کي ېې دخپلو هېوادوالو لپاره  ېو ډېرښکلی کتابتون جوړ کړچي په سلگونو تارېخي ،سېاسي ،اجتماعي اوداسي نور ډېر ازښتناک اثار ېې پکښي را غونډاو دهېوادوالو گټي اخېستلو ته وړاندي کړل هېله ده چي ددوی د کورنۍ غړي به دا ازښتناک اثار په پوره امانت دارۍ خوندي و ساتي زه فکر کوم چي د سلېمي صاحب په کتابتون کي داسي تارېخي کتابونه سته چي دهېواد په دننه او بهر کي به په گرانه پېدا سي په لنډه داسي واېم چي ارواښاد سلېمي د خپل وخت وتلې روڼ اندې او ددېموکراسۍ جدي پلوی ،قومي مشر کلتوري او فرهنگي شخصېت او دبیوزلو هېوادوالو لاس نېوونکی ووروح دې ښاد وي .

 

په درناوي

عبدالمجيد - ډنمارک

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery