مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په استرالیا کی د افغانانو د کلتوری ودی ټولنی اعلامیه

استرلیا

 

د لوی او بښونکی رب په نامه
د پنجوایی د ولسوالی د زنګ اباد د کلی بی ګناه او مظلوم اوسیدونکي ګهیځ وختي د امریکایی نیواکګرو او وحشي سرتیرو لخوا په هیځ ګناه په مرمیو سوری سوری شول او ورسته یی د دغه مظلومو شهیدانو په سرو وینو رنګ جسدونه د ټولو انساني او اخلاقی معیاراتو خلاف اورته واچول شول ٠ په دغه پښه کی چه قربانیان یی کوچنیان او ښځی دی  ټول ټال ١٧ کسان شهیدان او ګڼ شمیر نوریی ټپیان شوی دی٠
وحشی یرغلګرو ددی نه مخکی هم دغه ډول غیر انسانی جنایتونه د دیموکراسی په پلمه ترسره کړی دی د بیلګی په توګه د شهیدانو جسدونو ته اور چول ، بولی کول، د قرانکریم نسخو ته سپکاوی او سوځونه ٠٠٠ او داسی نور دا ځل دوی د خپلو کرغیړنو اعمالو په لړ کی د زنګ اباد معصوم کوچنیان او ښځی شهیدان کړل او د دغه ستر بشری جنایت مسوول یو تن لیونی امریکایی سرتیری بولی حقیقت خو دا دی چه دغه جنا یت د یوه لیونی لخوا نه بلکه دیوه جانی ډلی لخوا د منظم پلان په درلودو سره تر سره شوی دی تر ځو د خپلو ماتو غچ پدی ډول له معصومو کوچنیانو او ملکی کسانو ځخه واخلی٠
د امریکایی مقاماتو لخوا د خالی بښنی غوښتنه په افغان ولس د ملنډو وښل دی ، د کرزی حکومت ته په کار ده چه د افغانانو قاتلین په افغانستان کی محاکمه کړی٠
افغان ولس ته په کار ده چه سره متحد شی او د روان ظلم ا و بیداد ځخه د خلاصون په منظور د سولیزو لاریونو لړی ته دوام ورکړی لکه د عربی هیوادو په ځیر د خپلواکی بیرغ اوچت او دغه نړیوال جنایتکاران د خپلی خاوری ځخه وتلوته اړ کړی٠
افغان با تور ولسه امریکا او متحدین یی په افغانستان کی ناکم شوی دی د ابرومندی تښتی لاری چاری لټوی صرف دی ته زمینه برابره وی چه عام افغانان  سړکونو او واټونو ته د لاریونو په بڼه راووځی او دی جنایتکارانو ته په یوه غږ ووایی چه نورنو زموږ پاکه خاوره پریږدی تر ځو نړیوالو ته وښی چه مونږ د افغانانو مرستی ته راغلی وو اوس چه افغانان مونږ نه غواړی مونږ هم د مزید پاتی کیدو علاقمندی نلرو٠
په استرالیا کی د افغانانو کلتوری ودی ټولنه په دغه ناورین کی ځان د غمزپلو کورنیو سره شریک بولی ، د لوی رب ج څخه شهیدانو ته د جنت فردوس ، ټپیانو ته عاجله شفا او د دوی کورنیو ته د صبر جمیل استد عا کوی او همداراز د نړیوالی ټولنی او د کرزی د حکومت ځخه په زغرده غواړو چه د دغه علمناکی حادثی عاملین ژر تر ژر په افغانستان کی محاکمی کړی٠

په درنښت
په استرالیا کی د افغانانو د کلتوری ودی ټولنی مشر ډاکتر محمد ایمل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery