دخپریدو نیټه : 2012-03-18 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د زنګاوات د وحشیانه پېښي په هکله د مالمو د کلتوري ټولني دریځ
په مالمو کي افغاني کلتوري ټولنه د زنګاوات وحشیانه عمل په کلکه غندي.
د عامو بیګناه خلکو او ماشومانو وژنه په هیڅ ډول د زغملو وړ نه ده. د مالمو افغاني کلتوري ټولنه دا کړنه د انسانیت څخه لیري عمل ګڼي او په ډېر جدیت سره یې غندي.دا ټولنه ددې ډول وحشیانه عملونو ژر تر ژره درېدل او ختمېدل غواړي.او یو ځل بیا د هر ډول نظامي وحشیانه بریدونو، چي د بیګناه وګړو وژنه له ځان سره لري، په کلکه غندنه کړې او کوي يې.
همدا ډول زموږټولنه د زنګ آباد ( زنګاوات) د پېښي د قربانیانو د کورنیو سره په دې ستر غم کي ځان شریک ګني. قربانیانو ته يې جنت فردوس او کورنیو ته یې صبر جمیل غواړي.
په مالمو کي د افغاني کلتوري ټولني ریٔسه هیٔت .
سویډن ـ ۱۳/ ۳ / ۲۰۱۲