دخپریدو نیټه : 2012-03-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د افغانستان دسولی بیارغونی اوکلتور دکمیټی غبرګون
دکندهاردپنجوایی ولسوالی دشهیدانو په اړه . دالمان دبرلین په ښار کی د افغانستان دسولی بیارغونی اوکلتور دکمیټی غبرګون
د افغانستان دسولی بیارغونی اوکلتور دکمیټه ـ برلین ، جړمنی :
دځولسیزوراهسی نړۍ او خلګ یی ګوری چی پر دې بی وزله ولس څه تیریږی ؟ درې نیمی لسیزی کیږی چی دلته هره ورځ په لسګونو اوسل ګونو بیګناه ملکی کسان وژل کیږی پنخه دیرش کاله کیږی چی زموږ په ګران افغانستان کی دوینو ویالې موج وهی ، ځوان سرونه له تنه جلا کیږی . میندی بوری کیږی ، ځوانی ناوی کونډی کیږی ،واړه ماشومان یتیمان کیږی ، دځوانو افغانانو سرونه رغړی ، کورنۍ او ژوند له منڅه ځی .. هر څه او هر څه له منڅه ځی ، پرافغان ولس یوداسی بلا را پریوتی ده چی اوس یی په هیڅ سر اوبر نه پوهیږی . اوس دافغانستان هیڅ پوهیالی او سیاست پوه نه پړهیږی چی له دې بلا څنګه ځان وژغوری ؟
د کب دمیاشتی په ۲۲تمه مو بیا داغمجنه چیغه تر غوږ شو ه چی ظالمو او خدای ناترسو امریکایانو بیا بیوزله اوبیګناه ملکی افغانان چی دمرګ څخه یی دځان دژغورلو توان نه درلود په ډیر وحشیانه او بی رحمانه ډول په شهادت ورسول . دی خبر ټوله نړۍ حیرانه کړه ،دنړۍ سوله دوستو خلګو په یوه خوله دامریکایانو دا وحشیانه عمل وغانده او شک یی څرګند کړ چی دا عمل دیوه سړی نه بلکه دیولوی ګروپ کاردی چی دیومنظم او ترتیب سوی پلان له مخی تر سړه شویدی . دپیښی په هکله ځایی خلګو شاهدی ور کړه چی کورونو ته یی یوتن نه بلکه منظمی عسکری ډلګۍ ورغلی وی ، هغوی ولسمشر کرزی ته څرګندونی کولی چی ځنګه یی بیګناه ماشومان او سیاه سری په نیمه شپه کی دامریکا یی قصابانو په ناولو لاسنونو ټوکر ټوکر شول. دولسمشرکرزی دور استول شوی پلاوی مشر ډګر جنرال شیر محمد خان هم دځایی خلګو ویناوی چی دولسمشر په مخ کی یی کولی تایید کړه.
د افغانستان دسولی بیارغونی اوکلتور دکمیټی مشرتابه هییت ددی کمیټی دټوغړو په استازیتوب داغجنه او نه هیریدونکی پیښه په کلکو ټکوسره غندی او دافغانستان او امریکی ددولتونو څخه غواړی چی عاملین یی محکمه او سخترینه سزا ورکړل شی.
په درناوی
د افغانستان دسولی بیارغونی اوکلتور دکمیټه