د ټولو افغاني مدني ټولنو د پام وړ!
که څه هم په وروستيو کلونو کې يو زيات شمېر مدني ټولنې رامنځته شوي اوپه منظمه او اغېزمنه توګه فعاليت کوي، خو څومره چې ښايي په مهمو ملي او نړيوالو پروګرامونو او بهيرونو کې يې حضور نه ليدل کېږي، بلکې يوازې د ګوتو په شمېر ټولنې دي چې په نړيواله کچه د ټولو افغاني مدني ټولنو استازولي کوي او له بده مرغه دغه استازولي تر ډېرې کچې نيمګړې وي.
پورتنۍ نيمګړتيا ته په پام سره، څو مياشتې وړاندې د لسګونو مدني ټولنو استازي سره راټول شول او پرېکړه يې وکړه چې د خپلو هڅو د همغږۍ او په مهمو ملي او نړيوالو مسايلو کې د رغنده ونډې لپاره د همغږۍ يوه جرګه يا بنسټ رامنځته کړي. د همغږۍ جرګې خپلې لومړنۍ هڅې پيل کړې او په ډېر لنډ وخت کې يې مهمې چارې ترسره کړې او په ملي او نړيواله کچه يې خپل حضور تثبيت کړ.
د مدني ټولنو د همغږۍ جرګه اوس په پام کې لري، چې د اپرېل په دولسمه نېټه خپله لومړنۍ لويه او مؤسسه غونډه راوبلي. په لويه غونډه کې به د جرګې د ټولوغړيو ټولنو استازي ګډون کوي، د جرګې تګلاره به تصويبوي او د جرګې مشرتوب، اجرائيه شورا او عالي شورا به ټاکي.
که چېرې تاسو په جرګه کې د غړيتوب او ګډو هڅو لېوالتيا لرئ، نو هيله ده موضوع له خپلو ټولنو سره شريکه کړئ او له دې خبرتیا سره مل د جرګې د تګلارې مسوده هم مطالعه کړئ. که په ټوليزه توګه د جرګې له تګلارې سره موافق ياستئ، نو هيله ده تر راتلونکې پنجشنبې پورې له موږ سره اړيکي ونيسئ، تر څو موږ د لويې غونډې بلنليک او د غړيتوب پاڼه درولېږو. همداراز که چېرې د تګلارې په اړه مشخص نظر او وړانديز ولرئ، هم کولای شئ له موږ سره يې له مخکې نه شريک کړئ.
په درنښت
د مدني ټولنې د همغږۍ جرګې سکرتريت
برېښنا ليک:
د اړيکو شمېرې:
0700260236
0777610000
0791990145
دمدني ټولنې دهمغږۍ جرګې تګلاره
لومړى څپركى
عمومي حكمونه:
لومړۍ ماده:
دا تګلاره دمدني ټولنو دهمغږۍ جرګې د موخو، دندو، جوړښت او دفعاليت د ډول دتوضيح لپاره د افغانستان د ټولنيزو سازمانونو دقانون د (٢ ) مادې او دافغانستان داساسي قانون دپنځه ديرشمې مادې داولې فقرې له حکم سره سمه وضع شوې ده .
دويمه ماده :
دمدني ټولنو دهمغږۍ جرګه دمدني ټولنې دجوازلرونکو بنسټونو او نادولتي ټولنه ده، چې د مدني ټولنې دبنسټونو د فعاليتونو دهمغږي کولو په موخه رامنځ ته شوې او د افغانستان داساسي قانون اونورو نافذو قوانينو د حکمونوپه رڼا کې فعاليت کوي .
درېيمه ماده :
دجرګې بشپړ نوم ( دمدني ټولنو دهمغږۍ جرګه ) ده، چې په دې تګلاره کښې دلنډيز لپاره دجرګې په نامه ياديږي .
څلورمه ماده:
دجرګې مرکز دکابل په ښارکښې دى داړتيا په صورت کښې يې څانګې په نورو زونونو کښې هم پرانېستل کېږي .
پنځمه ماده:
جرګې سمبول لاندې ځانګړنې لري .
شپږ مه ماده :
جرګه د غړو مدني ټولنو گډو موخوته درسېدولپاره د واحد جوړښت په توګه فعاليت کوي .مدني ټولنې کولاى شي دخپل حکمي شخصيت په ساتنې سره د جرګې غړيتوب واخلي .
دويم څپركى
موخې:
اومه ماده:.
جرګه لاندې موخو ته درسېدو لپاره فعاليت کوي .
دمدني بنسټونو يووالى اود فعاليتونو همغږي کول
دمدني ټولنې د بنسټونو ترمنځ د مرستو او اړيکو پراخوالى
دمدني ټولنې دبنسټونو له مشروع حقونو ملاتړ
په اړوندو چاروکي د غړو مدني بنسټونو د ظرفيتونو لوړولو لپاره شرايط برابروي .
د غړو مدني بنسټونو ترمنځ د تجربو اومعلوماتو شريکول .
د غړو مدني بنسټونو دکارکونکو اوغړو مسلکي توب ته وده ورکول .
په هېواد کښې دقانون واکمني، بشري حقونو، ازاديو او عدالت ته لاس رسى .
د نړيوالو او ملي قوانينو په اړه عامه پوهونه
غړو بنسټونو ته په اړوندو چاروکي د ډونر ( تمويلوونکي ) ورپېژندل .
دهېواد له خپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتيا، ملي واکمنۍ څخه ننګه، يووالي، سولې او ټولنيز عدالت ته دلاس رسي لپاره هلې ځلې .
د روزنيز، روغتيايي او ټولنيز هوسا چاپېريال پروړاندې د پرتو خنډونوله منځه وړل .
دهېوادوالو دفردي او ټولنيزو حقونو دخونديتوب لپاره کوښښونه .
دمدني ټولنو د غړود صنفي ګټو او حقوقو ملاتړ .
درېيم څپركى
دندې
اتمه ماده :
جرګه په دې تګلاره کښې ليکل شويو موخو ته درسېدو لپاره لاندې دندې ترسره کوي .
داصلاحاتو په پروسه کښې دنظر دڅرګندولو او رغوونکو وړانديزونو په وسيله برخه اخيستل .
دغونډو، کنفرانسونو، علمي سيمينارونو او کورسونو دايرول .
ددې تګلارې له حکمونو سره سم په اړوندو چاروکښې له ټولنيزو رسنيو سره اړيکې او د اړتيا وړ علمي اثارو، کتابونو ، مجلو، رسالو اوليکنو خپرول .
ستونزو ته حل لارې دموندلو په موخه دڅېړنو ترسره کول او اړوندو ادارو ته يې سپارل .
له ورته مدني ټولنو او سازمانونو سره داړيکو نيول .
څلورم څپرکى
جوړښت:
نهمه ماده:
جرګه دلاندې تشکيل لرونکې ده .
۱- عمومی غونډه
۲- لارښوده شورا
۳- اجــــرائيه پلاوى
لسمه ماده:
عمومي غونډه دجرګې تر ټولو لوړ تصميم نيوونکى ارګان دى چې، دټولو غړو مدني ټولنو داستازو په ګډون په کال کښې يوځل غونډه کوي .
د عمومي غونډې فوق العاده ناستې داړتيا په صورت کښې د اجرائيه پلاوي په وړانديز اودرهبري شورا د دوه پر درې برخوغړو د رايو په تصويب سره جوړېداى شي .
د عمومي غونډې نصاب دغړو په اکثريت بشپړېږي او پرېکړې يې دحاضرو غړو درايو په اکثريت ترسره کيږي .
يوولسمه ماده :
دعمومي غونډې ترکيب په لاندې ډول دى .
د لارښودې شورا غړي
داجرائيه پلاوي غړي
دهرې مدني ټولنې او دولايتونو په استازۍ يويو تن
دولسمه ماده :
عمومي غونډه لاندې واکونه اودندې لري .
دجرګې دتګلارې تصويب او تعديل .
دجرګې درييس، دووتنومرستيا لانو او لارښودې شورا دنورو غړو ټاکل .
دلارښودې شورا د راپور اورېدل .
دجرګې دپاليسۍ او اساسي کرښو ټاکل .
ديارلسمه ماده :
لارښوده شورا دجرګې له رييس ، دوو تنو مرستيالانو، منشي، وياند او (٦) تنو نورو غړو جوړه ده چې ، د عمومي غونډې له خوا د يوه کال لپاره ټاکل کيږي .
دلارښودې شورا غونډې په مياشت کښې يوځل دايريږي چې ، نصاب يې دغړو په اکثريت سره بشپړېږي او پرېکړې يې د حاضرو غړو داکثريت رايو په تصويب سره کيږي .
دجرګې رييس کولاى شي داجرائيه پلاوي په تاييد د لارښودې شورا فوق العاده غونډې راوبولي .
څوارلسمه ماده :
لارښوده شورا لاندې واکونه اودندې لري .
دعمومي غونډې دپرېکړو پلي کول .
عمومي غونډې ته دکلني راپور وړاندې کول .
دجرګې داداري تشکيل، بودېجې او پلانونو تصويبول .
دغړيتوب دحق او حق الشمول داندازې ټاکل .
له ورته ټولنيزو سازمانونو، مدني ټولنو سره او دولتي ادارو سره د جرګې داړيکو تنظيم .
ددې تګلارې له احکاموسره سم د اجرائيه پلاوي او لارښودې شورا دغړو عزل .
ددې اساسنامې دحکمونو له مخې د مدني بنسټونو دغړيتوب منل او ردول .
د لارښودې شورا دغړو له منځ څخه دمنشي او وياند ټاکل .
داجرائيه پلاوي په وړانديز د عمومي غونډې دفوق العاده غونډې رابلل .
داجرائيه پلاوي د مياشتني راپور اورېدل .
پنځلسمه ماده :
اجرائيه پلاوى د جرګې دايمي فعال ارګان دى چې دلارښودې شورا له لارښوونې سره سم دجرګې ټولې اجرائيوي او اداري چارې ترسره کوي .
د اجرائيه پلاوي ترکيب په لاندې توګه دى .
۱: د جرګې رييس .
۲: دجرګې مرستيالان .
۳: منشي .
۴: وياند.
داجرائيه پلاوي غونډې په پنځلسو(١٥) ورځو کښې يوځل جوړېږي .دجرګې رييس کولاى شي دا ړتيا په صورت کښې د پلاوي فوق العاده غونډې راوبولي .
شپاړلسمه ماده :
اجرائيه پلاوى دلاندې دندو او واکونو لرونکى دى .
دعمومي غونډې او لارښودې شورا دپرېکړو پلي کول .
د جرګې دپلانو دتطبيق لپاره د لازمو تصميمونو نيول .
لارښودې شورا ته راپور ورکول .
د غونډو، کنفرانسونو، علمي سيمينارونو او کورسونو دايرول .
دجرګې د اداري کارکوونکو تقرر او عزل .
د جرګې داداري او اجرائيوي چارو سرته رسول .
پنځم څپركى
د غړيتوب ، حقوق او مکلفيتونه
اوولسمه ماده :
هغه بنسټونه او ټولنې دهغو په خپله خوښه د جرګې په غړيتوب منل کيږي ، چې :
دقانون له حکم سره سم دعدليې په وزارت او يا اړوندو نورو قانوني ادارو کې ثبت او دفعاليت جواز ولري .
په دې تګلاره کې راغلي حکمونه ومني .
دحق العضويت ورکول .
اتلسمه ماده :
دجرګې دغړيتوب لپاره غوښتنليک اجرائيه پلاوي ته وړاندې کيږي او دلارښودې شورا په تصويب منل کيږي .
جرګه کولاى شي د خپلو جوړښتونو له لارې مدني بنسټونوته په جرګه کې دغړيتوب لپاره بلنه ورکړي . په دې حالت کښې بلل شوى بنسټ په هوکړې سره دجرګې غړيتوب ترلاسه کوي .
نولسمه ماده :
دجرګې غړي لاندې حقونه لري :
ددې تګلارې سره سم انتخابېدل او انتخابول
په غونډوکې په ازادانه توګه دنظر څرګندول
په اړونده غونډو کې ګډون
د جرګې د چارو د ښه والي لپاره وړانديزونه
دجرګې له اسانتيا وو ګټه اخيستل
شلمه ماده :
د جرګې غړي لاندې مکلفيتونه لري .
دحق العضويت ورکول
دجرګې په چارو کې فعاله برخه اخيستل
دجرګې دواکمنو څانګو دپرېکړو عملي کول
په اړونده غونډو کې ګډون
دجرګې موخو ته د رسېدولپاره هلې ځلې
دجرګې د رازونو او اسرارو ساتل
يوويشتمه ماده:
دجرګې غړي مدني بنسټونه په لاندې حالاتو کې تاديب او يايې غړيتوب سلبيږي :
د جرګې له تګلارې سرغړونه .
دداسې اعمالو ترسره کول، چې دجرګې ګټو او حيثيت ته زيان واړوي .
په پرله پسې توګه دحق العضويت نه ورکول .
له عذر پرته په درې پرله پسې غوڼډو کښې ناسوبتيا .
اسلامي، ملي او اخلاقي پولو ته نه درناوى .
غړي بنسټونه کولاى شي په خپله خوښه له جرګې څخه ووځي او يوه مياشت مخکې به دوتلونه جرګې ته خبرورکوي
شپږم څپركى
مالي چارې :
دوه ويشتمه ماده:
دجرګې مالي منابع څرګندې دې او له لاندې لارو تمويليږي :
۱- د غړو بنسټونو حق الشمول او مياشتنى حق العضويت.
۲- داشخاصو، مرستندويه ټولنو اوقانوني سازمانونوبې قيده او بې شرطه مالي بسپنې .
۳- د خپرونو ، کتابونو او رسالو پلورل.
دجرګې شتمني يوازې د جرګې موخو ته د رسېدو لپاره لګول کيږي .
درويشتمه ماده:
جرګه به د هيواد په رسمي بانك كښې د اجرائيه پلاوي له تصويب څخه وروسته بانكي حساب پرانيزي، چې اړوندې چارې يې د جرګې د رئيس او مالي کميټې لخوا د ځانګړو مالي نورمونو او كړنلارې له مخې پرمخ ځي.
څليريشتمه ماده:
دجرګې د انحلال او يا دفعاليت دختم په هکله پرېکړه د عمومي غونډې داکثريت رايو په تصويب سره کېداى شي . دانحلال په صورت کې دجرګې دارايي ورته ټولنې اوياد دولت حساب ته لېږدول کيږي .
اووم څـپركى
وروستي حكمونه:
پنځه ويشتمه ماده:
هغه مدني بنسټونه او حقوقي شخصيتونه چې څرګند فعاليت لري او د اړوند بنسټ د ثبت او راجستريشن پړاوونه يې نه وي بشپړ شوي، د لارښودې شورى د اكثريت غړو د رايو په اتفاق د ثبت او راجستريشن د پړاو تر بشپړيدو پورې د جرګی افتخاري غړيتوب تر لاسه كولاى شي.
شپږويشتمه ماده :
لارښوده شورا کولاى شي د اړوندو چارو دترسره کولو لپاره دايمي او لنډ مهالې کمېټې جوړې کړي .
اوه ويشتمه ماده :
لارښوده شورا کولاى شي د غونډو د لاښه نظم لپاره بېلابېل طرزالعملونه اولايحې وضع کړي
اته ويشتمه ماده :
دا تګلاره په (٧) څپرکو او (٢٨) مادوکښې تصويب شوه اوله نېټې وروسته نافذه ده .