نيټه : ۵/۵/۲۰۱۲ - ۱۶/۲/۱۳۹۱
په ډیری خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د هیواد نومیالی سیاسی او فرهنګپال شخصیت صبغت الله سنجر نن د کابل په ښار کی په یوه ترافیکی پیښه کی د خپلی کورنی د ځینو غړو او درایور سره شهادت ته ورسیدی.
انالله و انا اليه راجعون
ارواښاد سنجر چی د افغانستان د جمهوریت خواهانو د ګوند مشر او سیاسی شخصیت وو د دیموکراسی او د افغانستان د ترقی د پاره یی تل مدام هلی ځلی کړی او ستونزی ګاللی وی.
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنه د ارواښاد مړینه د افغانستان سیاسی بهیر ته یو ملی ضایعه بولی، د لوی خدای (ج) د دربار څخه شهیدانو ته جنت الفردوس، د کورنی پاتی ټپیانو ته عاجله روغتیا او نور د کورنی غړو او دوستانو ته یی جمیل صبر غواړی.
په درنښت
د ټولنی مشر