د عالیقدر جناب پیر صاحب ګیلانی کورنی ته
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام
۱/۳/١٣٩۱ – ۲۰/۵/٢٠١۲
کابل - افغانستان
په خورا خواشينی سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هیواد ستر روحانی او جهادی شخصیت، د افغانستان د ملی اسلامی محاذ مشر جناب پیر صاحب سید احمد ګیلانی محترمه میرمن د ور پیښی سوی ناروغی له کبله په حق رسیدلی ده.
انا لله و انا الیه راجعون
د خواخوږی ادبي او کلتوری ټولنی مشرتابه او ټول غړی د ارواښادی بی بی په مړینه خپل د خواشینی او خواخوږی مراتب څرګندوی او د لوی خدای (ج) د دربار څخه محترمی بی بی ته جنت الفردوس، جناب پیر صاحب او د ګیلانی د درنی کورنی و ټولو غړو او دوستانو ته جمیل صبر غواړی.
روح دی ښاد وی
په درنښت
د ټولنی مشر