مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-12-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولسي جرګې او د مشرانو د جرګې ته سرخلاصي ليک

د ولسي جرګي او د مشرانو د جرګي لپاره يو سرخلاصي ليک
د ولسي جرګي او د مشرانو دجرګي محترمو رئيس صاحبانو او محترمو وکيل صاحبانو
اسلام عليکم ورحمت اللۀ وبرکاته
د قدر وړ مشرانو: لکه څرنګه چي هر څوک پدي پوهيږي چي زمونږ په ملک کي تقريباً دري لسيزي په جنګونو او برباديو تيري شوي او د افغانستان ټول خلک لدي څخه متاْثر شول په هر کور او ټبر کي خلک په شهادت ورسيدل، او يا يي د وجود له اعضاؤ څخه يوه برخه کمه شوه يعني معيوب شول، کونډي او يتيمان ور ته پاتي شول او د ټولو افغانانو اقتصادي وضعه له صفر سره برابره شوه. هر څه چي وشول زه په هغي تبصره نه کوم.
زما مقصد دخلکو د کار په باره کي دي چي دا اوس زمونږ د ملت زياته برخه خلک يا بيکاره دي او يا په پاکستان، ايران او يا په نورو ملکونو کي خواري او مزدوري کوي. اوهغه افغانان چي له خپلي خاوري څخه دباندي کار کوي ډير دذلت او خوارۍ په دشل کي شپي او ورځي صبا کوي يعني په ډيره کمه اجوره دپرديو دسپکو سپوروامرونو ﻻندي کار کوي او د خپل فاميل لپاره يو څه پيدا کوي، خو بر عکس هغه خارجي کارګران چي زمونږ ملک ته د مزدورۍ لپاره راځی ډير په قدر او عزت سره دلته کار کوي ډير لوړ معاشونه اخلي او حتيِ تر کوره د ﻻري خرڅ هم ورکول کيږي.
مثلاُ ږمونږ افغانان ورونه پاکستان او ايران ته په زياته پيمانه د کار لپاره روان دي او هلته کار کوي يو عادي مزدور ته د ورځي سل(100) او يا يوسل او شل (120) روپۍ چي دوي امريکايي ډالر تري جوړيږي ورکوي او يو فني کارګر ته د پنځو (5) امريکايي ډالرو څخه هيڅ څوک زياتي پيسي نه ورکوي چي يوافغان هم په باندني ملک کي د 150 امريکايي ډالرو څخه په مياشت کي زياتي پيسي نشي پيداکولي حال داچي په افغانستان کي يو پاکستاني، ايراني، ترکي، هندي، فليپيني او ياد نورو ملکونو کارګران هر يو په مياشت کي له 600 څخه نيولي تر 1200 امريکايي ډالرو پوري معاشونه اخلي.
زمونږ تعليم يافته خلک چي په افغانستان کي د خارجي موسسو سره کار کوي هغه خلک چي ماستري او يا دکتورا ولري په مياشت کي تر 2500 ډالرو څخه زيات معاش نشي اخستلي او د نورو افغانانو معاشونه خو د 300 او 700 امريکايي ډالرو تر منځه دي خو يو عادي خارجي چي يواځي خط ليکلي شي او کمپيوټر يي ذده کړي وي نو دهغه معاش به د 7000 امريکايي ډالرو څخه تر 20000 او يا لدي زيات امريکايي ډالر وي.
هغه نور فسادونه چي دوي (خارجيانو) را منځته کړيدي هغه خو بل جنجال دي.
او زمونږ خواخوږي مشران هم په افتخار سره واي چي مونږ مسلکي خلک نلرو نو ځکه بايد خارجيان کار وکړي او زمونږ خپل ورونه بايد چي وﻻړ شي او د پنجابيانو او ايرانيانو او يا د نورو مزدوري وکړي.
نو د مشرانو جرګي او د ولسي جرګي محترمو استازو او د دي خوار او بيچاره ولس نماينده ګانو څرنګه چي دغه غريب او بيچاره ولس تاسو ته خپلي راي درکړيدي او تاسي يي خپل وکيلان کړي ياست هغه ددي لپاره چي تاسي ددوي غم وخورۍ او تاسي اوس ددي ملک مقننه قوه په ﻻس کي لرۍ نو د خداي په خاطر ددي غريب او بيچاره ملت غم وخورۍ او شپه او ورځ ددي ملت لپاره کار وکړۍ ترڅو دي خلکو ته کار پيدا کړۍ او کوشش وکړۍ چي دا غريب او بيچاره ولس مو له مصيبتونو او کړاوونو څخه دروشنايي په طرف روان کړۍ.

بريالي اوسۍ.
ستاسي خادم
محمد اسرار
له جلال اباد څخه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery