د مرحوم محمد حسن خان انور«اڅکزی»
دنا ګهاني مړیني خبرتیا
په ډیره خواشنۍ سره موخبرواوریده چي خدای بخښل حاجي محمد حسن خان اڅکزی نن سهارپرلسو بجواودیرشودقیقودالمان دایسن په ښارکي په حق ور سیدی .
مرحوم محمد حسن خان اڅکزی د حاجي محمدانورخان اڅکزی دریم کشرزوی اود مرحوم محمدعلم بڅرکی کشروروروو. مرحوم حسن خان اڅکزی دژبپوهني په برخه کې لوړي زده کړي دپوهنتون دلیسانس تر کچي کړي وې. او په همدغه لاره کې یوعمرد لوړ استاز په توګه دنده ترسره کړې ده. په زرهاو زده کونکې روزلي دي. او دپښتو ژبي دپاره یې نه هیردونکي خدمتونه هم ترسره کړي دي.په لسهاوعلمي،ټولنیز کتابونه اواثاریې لیکلي دي.
مرحوم استاذاڅکزی؛ورسته له هغه چي دلوړوزده کړو څخه فارغه سو لومړۍ دنده یې دکندهارپه میرویس نیکه نامتولیسه کي را پیل کړه،ورسته ترهغه په کابل کې دنادرې په نامداره لیسه کي دپښتو داستاز په توګه یې دنده ترسره کړه،هغه دپښتو ژبي یو لوړ ،با صلاحیته استاذوو، چی نیکی خاطرې يې دزده کونکو سره پاته دي.زه هم خپله په نا دریه لیسه کی دهغه دیوه زده کونکي په حیث دلږ وخت دپاره داستاذ ترلارښووني لاندی زده کونکی وم. ډیري نیکي خاطرې داستاذ دلارښوونو څخه لرم.استاذ برسیره پر دې چی دخوشحاله طبعت اوظریفو ټوکواستعداد یې درلود،خو دزده کړي په خت کي بیا ډیربا مسؤلیته اودپورکنترول خاوندوو، پر زده کونکوبا ندي ډیرګران او پر خپلو دندواودرسي زده کړوباندی پوره توانمندوو. کله چی به دزده کونکو سره دباندی تر ښوونځی لیدل کیده نودخپل خوشحاله طبعت په لرلوسره به یې ټوکی ټکالی کولې، خوکله چي به بیاټولګۍ ته را داخل سوبیا به چپه چپتیا وه.
استاذ برسیره پردې چی یوتکړه ښوونکی وو، خویوتکړه ژورنالیست هم وو،په ډیروورځپاڼو، مجلواو جریدوکې لیکني او مضمونونه هم خپاره سوی دي.چي دهمدغه مینی پربنسټ استازدښووني اوروزني دوزارت څخه ځان دوخت اطلاعات اوکلتوروزارت ته راتبدیل کړ.اوپه همدغه وزارت کې دنده پیل کړه.په هیواد انیس او نورو نامتو ورځپاڼو کې لیکني وکړې.
مرحوم استاذحسن خان اڅکزی دننګرهارپه ولایت کي داطلاعات اوکلتورد مرستیال په حیث خپله ورستۍ دنده تر سره کړې ده.خووروسته تر هغه چي هیواددوخت داتحادي جماهیرشوروي دنظامي بریدلاندی راغلی استازدافغانستان څخه لومړی دپاکستان پرلوري به ۱۹۸۰م کال کي مهاجرسواو هلته یې هم قلم دګوتوڅخه ونه لوید اودمهاجرت په ستونزمندوشرایطوکې دهیواداوټولنی دپاره لیکنیوکړې.اوپاخه اثار، کتابونه او مقالې یې خپرې کړې.
پسله هغه استاذ دنورو افغانانوپه څیردپاکستان څخه د جرمني پرلوری په ۱۹۸۱م کال کي رامهاجر سو.او په جرمنی کې هم قلم دلاسه ونه لویده اوپه یو ډیرتعداد کتابونه یې ولیکل،خپارکړه.داستازنا متوکتابونه په دې ډول دي.اسلام یوازي عبادت نه دی – معنوي انسان که مادي انسان – دکائناتودپیدایښت هدف – دکائناتودپیدایښت نتیجه – دانسان عزمت په دوه ټوکه کي – انسانی انسان که شیطانی انسان – لومړی او دوهم ټوک – اوداسي نور.
دمر حوم استاذ ددې ډیرو بریا لیتوبونووشاته هغه هیوادپاله قهرمانه میرمن وه چي استاذ به یې ټول عمرکار،لیکنواودهیوادخدمت ته هڅوه ،استاز دخپلي میرمني څخه دخپل یو اثر په ترځ کی داسي یادونه کوي: « دایو واقیعت دی چي دډیرو فرهنګپالواودقلم دفرهنګ دپیاوړتیا شاته دیوې میرمني لاس او حوصله وي،زه هم ددې فرهنګپالو دډلي څخه یم چي زما دقلم اوفرهنګ دپیاوړتیاشاته زما دمیرمني لاس دی .ددې فرهنګپالي میرمني اصلي نوم (بي بي کلثومه) ده چي فرهنګي او مطبعاتي نوم یې لمبه ده.زه دخپلي میرمني کلثوم (میرمن لمبې احسان خو نسم اداکولای دومره غواړم چي دهغوی یادونه دخپل دغه کتاب په ډالۍ سره وکړم .دمیرمن کلثم (میرمن لمبې)روح دې ښادوي».
دمر حوم استاذحسن خان اڅکزی څخه دوه زا من حاجي عبدالله ، حاجي روح الله اودوې لوڼي میرمن رحمت نساء،میرمن ګل غوتۍ، پاته سوې دي، چي اوس د جرمني په هیواد کي میشت دي .
دمرحوم حسن خان اڅکزی دجنازې لمونځ سبا په المان کي دایسن په ښارکی پردغه پته اداکیږي(schalker straat 11 - 45327 - ESSEN (
ان لله ان الیه راجعون
داستاذ بشپړه پیژندنه به داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني په ویب سیت کی ورسته ولولی .
WWW.BABA-CENTER.COM « روح دې ښادوي»