دخپریدو نیټه : 2012-08-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
داختر مبارکي او د زړه خواله
قریب الرحمن سعید
بسم الله الرحمن الرحیم
په داسي حال کی چي د روژی مبارکه میاشت دخپل ټول ستروالي او عظمت سره یوځاي دادي د تیریدو په حال کي ده او د نړۍ د ګوډ ګوډ مسلمانان به، هغوي چې الله تعالی پرې ددې مبارکي میاشتي د برکتونو او نعمتونو پیرزویني کړي ، د روژي دمیاشتي د پاي ته رسیدو سره سم د اسلام د ستر پیغمبر سیدنا محمدصلي الله علیه وسلم سنت په ځاي کوی او ددي مبارکي میاشتي د سختیو ، ولږو او تندو وروسته به دخوشحالۍ له پاره ځانونه تیاروي . زه هم په خپل وار خپلو ټولو هغو درنومسلمانو ورونو ته چي الله تعالی په خپل دغه ستر نعمت نازولي اوددي الهي دروند ازمیښت څخه بریالي راوتلي ، د زړه له کومي مبارکی وایم او دالله تعالي په دربار کي دعا کوم چي دهغوي دغه د ازمیښت نه ډک ستر عبادت په خپل دربار کی قبول کړي .
خو تر څنګ یی هغو کورنیوته ، چي د غربت ،او د رزق دکمښت تر څنګ یی په دي مبارکه میاشت کي نورو مصیبتونو ته اوږه ورکړی ، د نا اهلو او پردیو پالو عناصرو په واسطه یی دخپلو کورنیو غړي یا خوپه شهادت رسیدلي اویا هم زخمیان او ددوا منتظر پراته دي او یا یی هم کور او جونګړه د اشغالګرو او دهغوي د لاس پوڅو په واسطه ویجاړه شوې ،کور کلي او وطن پریښوولو ته اړ شوي او د ستونزو او غمونو نه ډکې د غم شپي او ورځي سبا کوي د زړه له کومي تسلیت وایم او دالله تعالي په دربار کي دعا کوم چي دغو او ددوې په څیر نور اړمنو کورنیو او وګړو ته دخپله اړخه دصبر او زغم حوصله ور په برخه او په دنیا او اخرت کي ورته ستر اجر ورکړي .
نن، په داسي حال کی چي هیواد مو هره ورځ د صلیبي ځواکونو تر بریدونو لاندی ، هیڅ کور کلي او سیمه یی د ضرر اوفسا نه خوندي نه ده ، هره ورځ مو ولس په یوې اوبلي بهاني وژني ، ټول هیواد یی د یوه ستر زندان په څیر ګرځولي ، د ترور او وحشت دور دوره روانه ده ، خو د روژی دمبارکې میاشتې په دی اخرو شپو او ورځو کي د ګاونډي پاکستان له اړخه دکنړ د ولایت په سپڅلو خلکو د پرلپسي بمباریو تر څنګ د لیلة القدر په دی مبارکو شپو کي د نیم روز ، قندوز، او هرات عام وژنه د انسانیت په خلاف ستر جرم دي . دا چي ټول هیواد په دغې غمړلي تاو تریخوالي کي را ګیر دي او هره ورځ دطالبانو او اشرارو تر نامه لاندي د لسګونو کسانو د وژل کیدو ادعا کیږي او یا د مخالفینو له اړخه د عامو خلکو په ځایو کي بمګزاري کیږي اوهره ورځ په کی په لسګونه بې قصوره ،مظلوم او فقیرانسانان له منځه ځي ، د ټولو هغو له پاره چي د ولس درد او غم احساسوي اوشپه او ورځ دخپل ولس د سوکالۍ او ارمتیا له پاره منډي ترړې وهي یو ناسور زخم ګرزیدلي دي.
نن ،زمونږ هیواد په داسي حال کی چي د سلګونو میلیاردو ډالرو په را سیلاوي کیدو سره باید د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کي ګڼل کیدي ، د نړۍ په فقیرترینو وروسته پاته هیوادونو کي ګڼل کیږي او هره ورځ یی نوم د نورو افریقایی هیوادونو سره یو ځای دمرستندویه خیریه مؤسسو په اعلاناتو کي د ټکي سر وي . نظام یی د نړۍ د فاسدو نظامونو سر پال او حکومتي واکمنان یی د نړۍ د جنګي مجرمینو تر څنګ د مافیایی کړیو یوه ستره برخه جوړوی .
نن ،که د مصر په عربي هیواد کي د هیواد نوې ټاکل شوي ولسمشر ډاکټر محمدمرسي دخپل یوه ستر او حیرانونکي انقلابي اقدام له مخي دخپل فوځ ریښتوني فیلډ مارشال او ارکان حرب د کاره ګوښه کولي شي او د نظام واک ولس ته انتقالولي شي نو په افغانستان کي خو د افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي له پاره دا چانس د هر وخت نه اوس زیات لیدل کیږي . بدبختانه چي دهیواد ولسمشر د یوه فاسد په لري کیدو بل فاسد ته د واک دروازي پرانزي او سلف ته یی د جزا په ځای مډال ورکوي ....
نن ،چې دادې بهرني ځواکونه د هیواده دوتلو په درشل کي دي ، د هیواد اوسنې مسؤل ، او دنظام وسلوالو مخالفینو ته اړینه ده چي په ولس باندی رحم وکړي ، ولسمشر دې ولس ته دنیکو او صالحو کسانو په رامخته کولو سره ددي نظام دا فاسدي کړۍ نوري له منځه یوسي . او په هیواد کې دي د پخوانیو تاریخونو دبیا تکرار نه مخنیوي وکړی، تر څنګ دې یی دغه هیواد د مفتنو او خپل غرضه ،حسودو ګاونډیانو د لاسوهني نه خوندی کړي . همدا راز مخالفین دي هم د عامو خلکو د وژنو او د ترور اوحشت د خپرولو په ځای ژور فکر وکړي ، او د هیواد د روښانه راتلونکي له پاره دې د ولس په مټو دیوه غښتلي نظام دتعمیرپه ایښوولو کي مرسته وکړي .
په درنښت