دخپریدو نیټه : 2012-08-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د نېکمرغه کوچني اختر په وياړ د مبارکۍ پيغام
احمدفواد” هدايت”
د نېکمرغه کوچني اختر د رارسيدو په وياړ خپلې مبارکې د افغانستان سرلوړو اوسيدونکو، سپين ږيرو، مشرانو پېغلو ، ځوانانو ، تنکيو ماشومانو او د نړۍ ټول مسلمانانو ته وړاندي کوي.
درنو هېواد والو کله ځرنګه چې د روژې مبارکې مياشتې له موږ سره مخه ښه وکړه، نو تر يوه کال پورې به يې بيا هم د راتلو په تمه پاتې وو، همدارنګه زموږ دګران هېواد سره هم خوښېو مخه ښه کړې ده چې موږ ورته له ډېره په تمه پاتې يو او دا هيله لرو چې ژر تر ژره پکې تل پاتې سوله ، ټيکاو او ورو ولي رامنځ ته شې او نورې دا تورې تيارې په ړناوو باندې بدلې شي.
دا پاکې او سپځلې هيلې به هلته پوره شې چې زموږ ځوانان ، سپينږېري، نر او ښځې ټول سره لاس په لاس ددې هيواد د سولې، ټيکاو آرامۍ او د نور له غلامۍ ځخه د خلاصون په برخه کې په ميړانه سره کار وکړو او دې دې خوار او بېوزله هيواد زخمونو ته پټې ولګوو.
په درنښت