دخپریدو نیټه : 2012-08-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د کمکی اختر د مبارکۍ پیغام
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
نیکمرغه کمکی اختر د نړۍ د ټولو مسلمانانو لخوا دیوی غوره ورځی په توګه په ډیری خوښۍ سره لمانځل کیږی خو د افغانانو لپاره بیا برسیره پر دی داورځ د یوه افغانی دودیز جشن په توګه هم منل شوی او کور پر کور یی لمانځی .
دا ورځ نه یواری په نوو کالیو او خوږو پتاسو سره بدرګه کیږی ، بلکه له کینی او کرکی څخه د زړونو پاکول ، د صمیمیت او دوستۍ غیږه پراخول او یو بل د زړه له کومی په غیږ کی نیول ددغی مبارکی ورځی بنسټیزه منځپانګه جوړوی .
ددغی نیکمرغی ورځی د را رسیدو په درشل کی تاسی ، ستاسی درنو کورنیو ، ټول زوریدلی افغان اولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومی مبارکی وایم .
په همدی مناسبت زه هم ددغه زوریدلی اولس د یوه زوریدلی غړی په توګه پرټولو وطنوالو باندی ږغ کوم تر څو د سولی یو غښتلی بهیر رامنځ کړی څو له مخی یی د خارجی قواوو د لا نور پاته کیدو بهانه له منځه لاړه سی ، هغه بهانه چی پر بنسټ یی د هیواد هست ونیست د اور په لمبو کی سوزی ، د علم او پوهی دروازی یو په بل پسی تړلی کیږی ، دشر اوفساد لمنه پراخیږی ، اقتصادی مافیا ورځ تربلی پړسیږی ، دملی یوالی نازک تارونه شکیږی او په هر ګوټ کی د وینو رودونه باډاسکی وهی .
د هستۍ زیږونکی او پر هر څه باندی د قادره خدایه ( ج ) غواړم چی ددی ورځی په راتګ سره په ټول هیواد کی د سولی یو داسی نسیم را والوزوی چی له فضا نه یی د باروتو بوی د تل لپاره له ځانه سره یوسی ترڅو هیوادوال وکړای شی یو بل ته په خوښۍ سره غیږی پرانیزی او په وطنی پاکه مینه یو بل پر مخونو مچ کړی .
په بشپړه مینه !