د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی پیغام
نیټه: ۱۳۹۱-۵-۲۸
۲۰۱۲-۸-۱۸
عجمان – د عربو متحده امارات
ګرانو هیواد والو ته د برطانیی د ښکیلاکګرو څخه د خپلواکی د بیرته اخیستلو د ۹۳ یمی کلیزی په مناسبت د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د مشرتابه هیئت او ټولو غړو لخوا مبارکی او نیکی هیلی وړاندی کوم.
څه کم دوی پیړی پخوا د برطانیی ښکیلاکګرو پوځونو پر هند نیمه وچی باندی برید وکړ او ټوله سیمه یی تر خپلی ولکی لاندی ونیول بیا یی د منځنی آسیا په لور پر افغانستان باندی برید وکړ خو د دریو خونړیزو جګړو او ماتو څخه وروسته د افغانستان د خپلواکی په رسمیت پیژندلو باندی صلاح سول او د ۱۹۱۹ کال د اګست د میاشتی پر ۱۹ نیټه د امیر غازی امان الله خان تر مشری لاندی خپلواکی غوښتونکی غورځنګ بریالی سو خو پخواشینی سره ډیر ژر د ښکیلاکګرڅارګرو اداری افغانستان و کورنیو جګړو ته مخامخ او مشروطیه غورځنګ چی پر ولس واکی باندی باور درلود له منځه یووړ او یوی ډلی شوټمارانو د حبیب الله کلکانی تر مشری لاندی واکمنی ترلاسه کړه، په ټول هیواد کی یی جهالت خپور او د هیواد د ترقی د بهیر خنډ سول.
په هیواد کی د ملی پاڅونونو له امله د جهالت توره دوره پای ته ورسیده، په هیواد کی د ترقی بهیر یووار بیا پیل او څه د پاسه پنځوس کاله وده یی وکړه.
خو په تیره پیړی کی د دوهم وار لپاره د افغانستان خاوره یووار بیا د بهرنی ښکیلاکګرو پوځونو تر برید لاندی راغلل چی دا پلا روسانو د خپلو شومو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د افغانستان بی ګناه ولس په وینو ولاړه، په ځواب یی د ولسی او اسلامی جذبی په برکت جهاد پیل او بریالیتوب ته ورسید.
اسلامی نظام په افغانستان کی واکمنی ترلاسه کړل چی د بهرنیانو په لمسون د خپل منځی او قومی جګړو په نتیجه کی د طالبانو غورځنګ رامنځ ته سو او په ټول هیواد کی شرعی نظام حاکم او د نړی د اسلامی هیوادونو مجاهدینو په شمول د القاعدی سخت دریځه او ترهګره ډله د اسامه بن لادن تر مشری لاندی و افغانستان ته راغلل، په افغانستان کی یی فعالیت کاوه چی پر امریکا باندی د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د میاشتی پر ۱۱ نیټه د بریدونو څخه وروسته د ترهګرو د ټکولو په پلمه امریکایی او نړیوالو پوځونو یو وار بیا د افغانستان پر خاوره برید وکړ چی څه د پاسه لس کاله کیږی په افغانستان کی په بیلابیلو نومونو په زرګونو افغان ملکیان وژل سوی خو سوله او امنیت ندی ټینګ سوی.
افغان ولس که څه هم بیچاره او ناتوان دی خو هیڅ کله نه غواړی چی د ښکیلاکګرو مزدوری وکړی، په لوڅو پښو، تشو لاسو، وژو نسو او شکیدلی ګریوانونو مجادله کوی خو غلامی نه منی.
ګرانو هیوادوالو!
په هیواد کی د کاملی سولی لپاره باید د ملی وحدت او ملی پیوستون په لاره مبارزه وکړو او د خپل غازی نیکونو د روح د ښادی په خاطر د بهرنی پوځیانو د وتلو بهر چټک کړو ترڅو چی افغانستان خپل کالخواهی ترلاسه او بیا د سولی، ثبات، پیاوړی دولت او یوموټی وسلوال پوځ ځانګو وګرزی.
د وخت څخه په ګټه اخیستلو سره یو وار بیا د خپلواکی د ورځی په مناسبت تبریکی او نیکی هیلی وړاندی کوم.
د مستقل او خپلواک افغانستان په هیله
په درنښت
د ټولنی مشر