مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغان یون سر تا سری خوخښت اعلامیه د خپلواکې ورځ په خاطر

د افغان یون سر تا سری خوځښت

 

ګرانو هیواد والو ته د برطانیې د ښکیلاکګرو څخه د خپلواکی د بیرته اخیستلو د ۹۳ یمې کلیزی په مناسبت د افغان یون سر تا سری خوځښت د مشرتابه هیئت او ټولو غړو لخوا مبارکی او نیکی هیلې تاسی ته وړاندی کوم.
 څه کم دوی پیړی پخوا د برطانیی ښکیلاکګرو پوځونو پر هند نیمه وچی باندې برید وکړ او ټوله سیمه یی تر خپلې ښکیلاک لاندی ونیول بیا یی د منځنې آسیا په لور پر افغانستان باندی برید وکړ خو د دریو خونړیزو جګړو او ماتو څخه وروسته د افغانستان د خپلواکی په رسمیت پیژندلو باندی صلاح شول او د ۱۹۱۹ کال د اګست د میاشتی پر ۱۹ نیټه چی د ۱۲۹۸ شمسي کال د زمري د میاشتی د ۸ سره سمون خوری د افغانستان خپلواکي د شهید امیر غازی امان الله خان تر مشرې لاندې ومنله. دا په داسی حال کی چی شوروي لومړۍ هيواد وو چې د۱۹۱۹م کال د مارچ د مياشتي په ۲۷ نيټه يې دافغانستان اعلان شوې خپلواکی په رسميت وپيژندله.
 شاه امان الله د پادشاهی په اعلان سره دخپلواکی مسله دخپلو خلکو د اراد ې اوغوښتنې له مخي مطرح کړه ، يوځاي دخپل ولس د دولتمدارانو په هيواد کښي دپوهو اوروڼ اندواومشروطه خواهانو ،په مرسته په میړانه اوشهامت سره دنووکارونوپلي کول پيل کړه ؛ داميرآمان الله خان له خوا ددغوخپلواکوحرکتونوداجرأ کولوپر اسا س په څرګنده توګه ويلاي شوچي په رښتيا سره له هغې ورځې نه کوم چې د ۱۹۱۹ کال دفبروري په ۲۳ نيټه آمان الله خان دافغانستان دپاچاپه توگه اعلان شو،دهيوادخپلواکی لپاره ملي هلوځلومرحله پيل شوه .
 په خوا شینی سره باید وویل شی چی افغانستان د نړی لویو ځواکونو د سیاست میدان شو او په مختلفو اشکالو د نړی لویو قدرتونو، ګاونډیانو او ډلو ټپلو په افغانستان کی د شخصی غرایضو په خاطر دا پاکه خاوره په سرو وینو د تاریخ په مختلفو ادوارو کی تر ننه پوری د مختلفو عناوینو لاندی ولمبوله چی په پایله کی یی افغان غیور ملت بی ساری شهیدان ورکړل.
 ګرانو هیوادوالو!
افغان یون سر تا سری خوځښت په تاسی غیور ملت باندی غږ کوی تر څو نور ځان د ګاونډیانو د شومو اهدافو څخه خبر کړی او د ډلو او ټپلو د سیاست ښکار مه کیږي. مټې بډ وهی او په خپل د خپل هیواد د سوکالې، آرامې او سمسورتیا لپاره کار وکړی.
 ملی وحدت، ملی سوله، ملی احساس په ځان کی پیدا کړی، تربګيني پریږدی او ورورګلوي شروع کړي او د ملی پیستون لپاره کار وکړې.
 
د سمسور، سر لوړي، آباد، سوکاله، خوشحاله او آزاد لوی افغانستان په هیله

مشرتابه جرګه
کابل، افغانستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery