بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
رب متعال جل جلاله په خپل وروستي کتاب قرآن عظيم الشان کې چې په خپلې نازولې هستۍ حضرت محمد صلي الله عليه وسلم يې نازل کړى فرمايي:
(يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ*هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ) التوبة٣٢-٣٣
دغه راز فرمايي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ) المائدة ٥١
د محمد مصطفى صلي الله عليه وسلم له بعثته تر نن ورځې پورې د شيطان لښکر د دې وروستي اسماني دين پر ضد ناولې او کرغېړنې کړنې تر سره کوي، او دا دې اوس د خداى جل جلاله په دربار کې رټل شوي خلک د هغه ستر پيغمبر د سپکاوي کوښښ کوي چې د رحمت په توګه استول شوى دى (وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ، الانبياء ١٠٧)، خو د مسلمانانو په توګه باور لرو چې د هغوى دغه کارونه نه خو د حضرت محمد صلي الله عليه و سلم له شان او منزلته څه کمولاى شي او نه هغوى خپلو شومو اهدافو ته رسېداى شي.
بلکه لا د مسلمانانو په زړونو کې د پاک نبي مينه زياتيږي، د سرښيندنې جذبه يې تانديږي او د خپل دين څخه د دفاع په لار کې د قربانۍ ډګر ته وړاندې کيږي.
که څه هم د اسلام دښمنان په دغه ډول ناوړه اعمالو سره کوښښ کوي نړيوالو ته اسلام ناقص دين څرګند کړي خو بيا هم وينو چې په کفري نړۍ کې د مسلمانانو شمير مخ پر زياتېدو دى، ورځ په ورځ د سالم عقل څښتنان د اسلام حقانيت درک کوي، سمې لارې ته هدايت مومي او د اسلام د نور ډيوه د نړۍ تياره کونجونه رڼا کوي.
(خالص بابا فرهنګي ټولنه) په امريکا کې د وروستۍ ويډيو جوړېدل او خپرېدل چې د نړۍ د مسلمانانو زړونه يې دردولي په کلکه غندي، د دې کار د تر سره کوونکو او د هغوى د ملاتړو هېوادونو په وړاندې خپله کرکه څرګندوي.
راځئ د خپلې ټولنې د ويښتابه او پوهاوي لپاره کار وکړو، (خالص بابا فرهنګي ټولنه) په ټولو د علم څښتنانو غږ کوي چې د دغه کرغېړن عمل په اړه هر اړخيزې مقالې وليکي، تاريخي شاليد يې روښانه او اهداف يې څرګند کړي، د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په حق کې د کفارو د ګستاخۍ په هر اړخ رڼا واچوي.
د خالص بابا فرهنګي ټولنې ادارې هوډ کړې چې په دې اړه د بيلا بيلو مدللو او په کره معلوماتو ولاړو هر اړخيزو مقالو مجموعه د کتاب په شکل کې چاپ او په خپله ټولنه کې وويشي څو زمونږ د ټولنې هر وګړي ته د کفر څېره روښانه او ځان ورڅخه وساتي.
په دې کار خير کې د مرستې اجر مو د خداى جل و علا سره دى.
خپلې ليکنې، وړانديزونه، پوښتنې او لارښوونې مو دې ايميل ته واستوئ:
Khalisbaba.cs@gmail.com