د ولایت مقام او ټولو اړونده ملکي او نظامي ولایتي ادارو مسوولینو، مامورینو او مرسته کوونکو ته!
السلام علیکم ورحمه الله و برکاته!
موږ او تاسو څه باندې څلورکاله په میدان وردګو ولایت کې د یو بل په ملاتړ او همکارۍ د امنیت، ښې حکومتدارۍ او بیارغونې په ډګرونو کې په ښه نیت هڅې، منډې او ترړې وکړې. هر ډول لاسته راوړنې او نیمګړتیاوې زموږ او ستاسو ګډې دي. په ښو لاسته راوړنو ویاړو او له نیمګړتیاوو باید زده کړه وکړو. داچې ما او زما ټیم څومره کار کړیدی؟ سم یې کړیدی؟ او که نا سم؟ دا به تاریخ او ولسونو ته پرېږدو اما، زموږ دنده داده چې د ملتونو تاریخ جوړ کړو، نه د ځان تاریخ! ملت و ستایو، نه ځان! اداره او نظام جوړ کړو، ځکه ضعیفه حکومت او دولت تر انارشیزم او ګډوډۍ نه سل ځله ښه دی!
موږ چې په وردګو کې هر څومره کارونه کړیدي او یا مو پلان کړیدي، باید کله هم ورباندې قناعت ونکړو، نا امني بهانه نه کړو، بلکې ګډې هڅې کولی شي دا ټولې ستونزې حل کړي.
مننه
زه لومړی د افغانستان له ولسشمر او جمهوري ریاست د مقام له ټولو مسوولینو څخه د زړه له کومې مننه کوم چې څه باندې څلور کاله یې پر ما د خپل استازي په توګه باور وکړ او له دې آمله هم ورڅخه مننه کوم چې په دې حساسو شېبو کې زما له اوږو دا دروند مسوولیت بېرته واخیست.
زه د میدان وردګو ولایت له ټولو ملکي او نظامي اداري او په ځانګړي ډول زما د ولایت له کاري ټیم څخه د زړه له کومې مننه کوم چې زما خوږې او ترخې لارښوونې دواړه یې په خلاصه ټنده منلې او له ما سره له رسمي وخت، اضافه کاري او یا کوم بل امتیاز پرته د ولس د خدمت لپاره زما ملا تړلې ده.
زه د میدان وردګو ولایت له نجیب او شریف او په علم مېن ولس څخه چې زما سره یې تل مرسته کړیده، مننه کوم او زه د میدان وردګو له هغو اوسېدونکو او روڼ اندو څخه چې پر مايي نیوکه کړېده، له ما يې ښکاره او یا په پټه ګیله کړېده او یايې زما په دریځونو مخالفې لیکنې کړې دي، هم مننه کوم چې په غیر مستقیم ډول نوموړو هم په ښه نیت او د نظام د اصلاح په اراده له ماسره مرسته کړیده.
زه د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو، د ۵۰۵ زون، دڅلورمې لوا او کنډکونو له مسوولینو، د همغږۍ د مرکز د مشر او افسرانو، د امنیې قوماندان او افسرانو او سربازانو، د ملي امنیت د مشر او مسوولینو، د ولایتي شورا، د عدلیي او قضایي ارګانونو مشرانو او مسوولینو، د ولسي او مشرانو جرګو د غړو، محلي شوراګانو،انکشافي شوراګانو مشرانو او غړو، ولسوال صاحبانو، د ولسوالیو د امنیه قوماندانانو، د امنیت مدیرانو، د ملي اردو او د افغان ځانګړو قواوو مسوولینو او سربازانو، د نظم عامې، محافظت عامې او دمحلي پولیسو د ځواکونو او ټولو ادارو له مشرانو او مامورینو څخه مننه کوم چې له ماسره یې په سختو او ارامو شېبو کې همکاري کړېده.
زه د میدان وردګو ولایت دريښتینو دیني عالمانو، د معارف د ټولو مسوولینو او معلمینو او متعلمینو څخه چې په هر ډول شرایطو کې د پوهنې ډیوه بله او تانده ساتلې ده، د زړه له کومي مننه کوم. د روغتیا د ټولو هغو کارکوونکو چې د هر ډول شرایطو سره سره یې زموږ د ولس پر زخمونو د مرهم پټۍ ایښې دي له الله تعالي څخه ورته لوی اجر غواړم. د کلیو د پراختیا، کرنې او دسولې دارالانشاء او لنډه داچې هر ریاست څخه تشکر کوم چې د ولس د خدمت لپاره یې مټې رانغښتې. دماليې وزارت د مستوفیت، ښاروالۍ، سکټورۍ ریاست، زما نېږدې مطبوعاتي ځوان او څپاند ټیم، حج او اوقاف علماوو، د علماوو د شورا. چې د عامه پوهاوي او فرهنګ د غني کولو او اصلاح کولو لپاره یې تل په ژمي کې هم خولې تویې کړې دي، کور ودانی وایم زموږ د حکومت او ملت سترګې تاسو ته دي او امنیت، ښه حکومتدارۍ او تلپاتې بیارغونه د ټولو له ګډې همکارۍ نا ممکنه ده.
زه د ترکيي د بیارغونې دټیم، د ټولو غیر دولتي او نیمه دولتي موسسو، د ملګرو ملتونو له موسسو، یوناما، مدني ټولنو، ملي تجارانو او سوداګرو، ژورنالسټانو او همدا رنګه د ایتلاف له ځواکونو څخه چې تر یوه حده یې زموږ د امنیتي قواوو په روزنه کې ونډه اخیستی ده، مننه کوم.
زه ټولو امنیتي ارګانو افسرانو او مسوولینو ته یو پیغام لرم چې تاسو ددې هېواد اصیل بچیان ئې، تاسو اصلي غازیان او مجاهدین یاست او که د خپل اسلامي هېواد د ساتنې په لار کې تکلیف وینئ، الله اجر درکوي، او که وژل کېږئ نو اصلي شهیدان هم تاسو یاست. د دښمن تر پروپاګند لاندې را نه شئ او په پوره میړانې د خپلې خاورې او ولس دفاع ته ځان هر وخت چمتو ساتئ. ستاسو قربانۍ، سرښندنې او هڅې د ملت تاریخ جوړوي او موږ ټول در باندې ویاړو.
غوښتنه:
زما ځای ناستی محترم وکیل مجید خان چې د ولسمشر له خوا د میدان وردګو د والي په توګه ګمارل شویدی، په پوره توان سره یې ملاتړ وکړئ، دده ملاتړ د نظام ملاتړ دی. نوموړی تر ما ډېر تکړه، تجربه کار او د ولس په ژبه پوهه کس دی. د ننګرهار د ولس منتخب استازی پاتې شویدی او د ټولنې د بافتونو(جوړښتونو) په رمزونو ښه خبر انسان دی. زه د افغانستان د ۳۵ مېلیونه نفوس څخه یو کس یم او دا کسان به ځي او راځي، اما نظام او ملت به پر خپل ځای وي. ملاتړ یې د ټولو وظیفوي، اخلاقي او ملي و جیبه ده. د نوموړي سره په اخلاص او صداقت او د اهلیت پر پرنسیپونو ولاړه مرسته به زما هغه پلانونه او پروژې چې پلان شویدي، منظورې شویدي او یا نیمه بشپړې دي د تکمیلېدا منزل ته ورسوي.
بخښنه:
زه د میدان وردګو د ټول ولس، حکومتي او ولسي بنیادونو او نظامي او ملکي ادارو له ټولو کارکوونکو دا هیله لرم چې که زما کومه تګلاره، پالیسي، رویه، سلوک او یا خبره یې نه وي خوښه شوي او یا ما سمه نه وي تشریح کړې، یا ورڅخه انګېرنه متفاوته وي، د زړه له تله بخښنه غواړم او په خپلو دعاګانو کې مو ساتئ. په راتلوونکي کې که په هر ظرفیت او ساحه کې یم، د ولس د چوپړ او خدمت او د نظام د غښتلتیا نیت او اراده به مې لا تانده او بهانده وي.
په درنښت
محمد حلیم فدايي
د میدان وردګو والي
نېټه: شنبه/د تلې دوهمه/ ۱۳۹۱
میدانښار، وردګ، افغانستان