د بلجیم په انتورپن ښار کې د افغانانو کلتوري او ادبي ټولنه د لوی اختر په ویاړ خپلو هیوادوالو، د نړۍ مسلمانانو او بلجیم میشت افغانانو ته د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي، لوی رب دی وکړي چې راتلونکی لوی اختر مـو پر ژوند د خوشالۍ او پر وطن مو د سولې او امن زیری ووسي.
د انتورپن او شاوخوا سیمو افغانانو ته په ډېر درنښت خبر ورکول کیږي چې د لوی اختر لمونځ د افغانانو په جامع مسجد کې په لاندی وخت ټاکل شوی او د یادونې وړ ده چې د کلتوري ټولنې لخوا د چای او اختریزو میوو بندوبست هم نیول شوی دی.
نیـــټه: د اکتوبر ۲۶مه، ۲۰۱۲
وخت: د سهار نهه (۹) بجې اوله جمع ، دوهمه په ۹:۳۰
ځای: JAN PALFIJNSTRAAT, 25
2060 ANTWERPEN
په درنښت
د افغانانو ادبي او کلتوري ټولنه، انتورپن