مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ډيورنډ د کرښې په اړه د وروستيو څرګندونو په اړه

 


د ويښ افغان ټولنيز اصلاحي تحريک اعلاميه

په دې وروستيو کې امريکايي چارواکو په ټينګار سره ويلي چې د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ قانوني کرښه ده او دوی يې د نړيوالې پولې په توګه پېژني. د امريکې د حکومت له خوا په اوسنيو شرايطو کې د دې خبرې مطرح کول، يوه غير عادي خبره ده. د دې تر څنګ په دې وروستيو کې له يو شمېر کورنيو او بهرنيو رسنيو څخه هم داسې ګونګسې هم اورېدل کېږي، چې ګواکې د حامد  کرزي حکومت په پام  کې لري دا مسأله له پاکستان سره حل کړي او حتی په دې اړه لويه جرګه راوغواړي. دا چې دا خبرې به څومره رښتيا وي بېله خبره ده، خو يوه خبره څرګنده  ده او هغه دا  چې که چېرې امريکا اړ شي له محسوس برياليتوب پرته افغانستان خوشې کړي، نو بيا به خامخا د افغانستان د ملي ګټو پر بيه له پاکستان او نورو سيمه ييزو ځواکونو سره معامله کوي. څرنګه چې له بده مرغه د حامد کرزي حکومت په يولسو کلو کې ونه توانېد داسې يو نظام  رامنځته  کړي چې پر خپلو پښو ولاړ وي او د  هېواد له ګټو په خپلواکه توګه دفاع وکړي، نو که چېرې د امريکې او نورو استعماري ځواکونو ګټې يې ايجاب کړي، دوی به نه د افغانستان په وېش صرفه وکړي او نه هم په خرڅلاو.
ويښ افغان په زغرده وايي چې که افغان ولس د ډيورنډ تر کرښې لر پروت دی او يا بر، يو ولس دی او يو وجود دی او د تاريخي تجربو په ګواهي به دا ولس يوه ورځ خامخا سره يو کېږي. د ديورنډ کرښه  د  يوه ناسور په توګه زموږ د سيمې د ډېرو بدمرغيو او غميزو لامل دی او تر هغو چې د دې ناسور علاج نه وي شوی، په  سيمه او نړۍ کې ډاډمنه سوله او ثبات نه شي راتلای.
موږ پر زبر ځواکونو او سيمه ييزو ځواکونو غږ کوو، د دې پرځای چې د ډيورنډ کرښې ته د مشروعيت ورکولو هڅه  کوي، دا به د ټولې نړۍ په ګټه وي چې له ډيورنډ  څخه د رازېږدلې ستونزې د اواري لپاره د نړيوالو قوانينو په رڼا کې د حل پر لاره فکر وکړي. وروستيو پنځه  دېرشو کلو ثابته کړه، چې د افغانستان ناکراري نه يوازې د اسيا نا کراري ده، بلکې د نړيوالتوب په دې نوي پېر کې د  ټولې نړۍ ناکراري هم ده.
موږ د پاکستان پر حکومت غږ  کوو،  چې که په دې فکر وي چې  افغانستان به له پښو وغورځوي او ځانونه به بې غمه  کړي، په دې خبره دې ډاډه اوسي چې افغان ملت ډېر پوخ بنسټ لري او د تاريخ له ډېرو لويو تاړاکونو او يرغلونو سرلوړی راوتلی دی. غوره به دا وي چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې له دسيسو او دښمنۍ لاس واخلي او پر ځای يې د سيمې له  سولې او ثبات سره مرسته وکړي او د سيمې په کچه د  همکارۍ له سازمانونو سره صادقانه همکاري وکړي. راځئ د دې پر ځای چې د ولسونو تر منځ د بېلتون کرښې وباسو، شته دېوالونه هم له منځه يوسو او د سيمې په کچه د هېوادونو تر منځ د تګ راتګ، کلتوري راکړې ورکړې او اقتصادي همکاريو اسانتياوې رامنځته کړو.
موږ د افغانستان پر اوسني حکومت غږ کوو، چې نور د ګاونډيانو پر وړاندې له تدبيره ډکه پاليسي غوره کړي او د هغوی د استخباراتي او فرهنګي يرغلونو پر وړاندې په ځانګړې توګه ويښ اوسي. د ډيورنډ مسأله د افغان ولس حياتي مسأله ده، په دې برخه کې هر ډول جوړ جاړی د ملي خيانت مانا لري. په اوسني مهال کې چې افغانستان سختې ورځې تېروي او د خپلو ملي مسايلو پوره واک نه لري، د ډيورنډ د کرښې پر سر هېڅ ډول معامله، لويه جرګه او حتی رېفرنډم مشروعيت نه لري، بلکې يوازې تور داغ به يې اوسنيو واکمنانو ته پاتې وي.
موږ پر افغان مېړني ولس غږ کوو، چې د مېړانې، ايثار او قربانۍ کمی په موږ کې نشته، خو له بده مرغه چې اتفاق مو ورک کړی دی. که سره يو نه  شو، نو د اوسنيو پولو تر منځ چې کوم افغانستان راپاتې دی خدای (ج) مه کړه دا به هم راپاتې نه شي. نن سبا افغانستان د خپل تاريخ په ډېر حساس پړاو کې دی او په مخکې پرتو ننګونو ته په ځانځانۍ سره ځواب نه شو ويلی، بلکې موږ د افغانستان د ملي ګټو پر محور يوه لوی اتحاد ته اړتيا لرو.
موږ د افغانستان پر ټولو قومونو غږ کوو، چې د  ډيورنډ  د کرښې په رسميت پېژندل به هېڅکله  د افغانستان ستونزه حل نه کړي، بلکې دښمن به لا زوړو شي او د دې هېواد د غلامولو فکرونه به يې نور هم په سر کې پياوړي شي. د پښتون کمزورتيا د افغانستان د هېڅ قوم په ګټه نه ده، بلکې د يوه لوی اکثريت په توګه د  پښتون پياوړتيا به د افغانستان د ثبات او پرمختګ ضامن وي.

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery