مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-11-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغان ځوانانو د ټولنیز نیټورک اعلامیه

خان ولي کامران


د افغان ځوانانو ټولنیز نیټورک د یوې اعلامیي په ترڅ کې د ملګرو ملتونو لخوا د نومبر لسمه نېټه د پیغلې ملالۍ په نوم نومول ستایې چې په دغه ورځ به د نړۍ د هغه میلونونو انجونو ته چې پوهنې ته لاس رسی نلري اواز پورته کوي. د افغان ځوانانو ټولنیز نیټورک د نړیوالي ټولنی دغه ګام په نیک فال نیسی چې له امله به یې په سېمه کې د هغو میلونونو خلکو ته د تعلیم حق حاصل شي کوم چې په دې وروستیو لسیزو کې په زوره ورڅخه دغه د پوهنې حق اخیستل شوي دي. د نیټورک په وینا له نړیوالي غواړي دغه کار په عمل کې پیاده کړي او د هغو خلکو مخنیوی وکړي چې د پوهنې مخه ډب کوي.د افغان ځوانانو ټولنیز نیټورک وایې په افغانستان او په کوزه پښتونخوا کې ډيری خلک په زوره د تعلیم له حق څخه بې برخي ساتل کېږي او د سېمي یو شمېر استخباراتي کړۍ په دغه کار کې لاس لري ځکه په دغه سېمه کې دا څو لیسزی د جنګ جګړو اور بلیږي چې لوی لامل یې د خلکو بې سیوادی ده. نو د افغان ځوانانو ټولنیز نیټورک د رهبری شورا د ملالۍ په نوم ددغي ورځي نومول په سېمه کې او نړۍ کې د پوهنې هڅی ګړندۍ کړي ترڅو سېمه او نړۍ له روانو ناخوالو څخه وژغورل شي. پنځلس کلنه ملاله یوسفزی یو میاشت وړاندي له دوه نورو ملګرو سره د کوزي پښتونخوا د سوات د مینګوری په سېمه کې له ښوونځي څخه د ستنیدو پرمهال د پوهنې له دوښمنانو لخوا په ډزو سره وویشل شوه چې اوس مهال د لندن په یو روغتون کې تر درملني لاندي ده.
 په درنښت

کابل – افغانستان2012/11/10
د افغان ځوانانو ټولنیز نیټورک د رهبری شورا غړی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery