په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ ،چې د پکتيا ولايت قومي مشر د وير ځپلي افغانستان خواخوږی او وفادار بچی چې تل یې ټول عمر د سولې د ټينګښت،ملي يووالي او د خلکو د ستونزو د پريکون لپاره د جرګو او مرکو سر لاری پاتې شوی دی سناتور حاجي محمد څمکنی تيره پنجشنبه د ۸۸کالو په عمر له دې پاتې نړۍ سترګې پټې کړې.
ښاغلی څمکنی ۱۳۴۳ کال کې د پکتيا ولايت د شريف ولس لخوا د ولسي جرګې د استازي په توګه، د پخواني ټولواک محمد ظاهرشاه لخوا د انتصابي سناتور په توګه د ۱۳۵۲ او ۱۳۵۷ کلونو کې دکنړ ولایت د والي په توګه پاتې شوی دی.
نوموړی چې یو قومی، ملي، او بې پرې شخص و په هماغه وخت کې د خپل لياقت له مخې دوخت دحکومت لخوا دجمهوري ریاست دقومونو او قبایلو چارو د رېس په توګه وټاکل شو او په ۱۳۶۴کال کې په افغانستان کې دسولې او ملې یوالي په خاطر دقبايلو لويه جرګه جوړه شوه چې ددی لويې جرګې ریاست هم ور له غاړې شو ترڅنګه يې دقبایلو دلویې جرګې د هميشني مشر په توګه هم دنده پرمخ بېوله.
ارواښاد څمکني دیوه کال لپاره دجمهوري رياست دسرپرست په توګه هم دنده پر مخ بېولې ده.
د لويې پکتيا فرهنګي او خپرندويه ټولنې مسوولين او غړي د سناتور حاجي محمد څمکني پرمړينه ژوره خواشيني ښيي په جرګو او مرکو کې د ده نه شتون لويه تشه ګڼي لايزال رب ج څخه ورته د فردوس جنت غوښتنه کوي اود کورنۍ سره يې په دې غم کې ځان شريک بولي او ورته د جميل صبر غوښتنه کوي.
انا الله وانا اليه راجعون
د لویې پکتيا فرهنګي او خپرندويه ټولنې اداره