مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-12-18   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دغمشريکۍ اوډاډگېرنې پيغام

حبيب الله غمخور

په سويډن کي دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکز اوددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه!  
په زياته خواشینی موخبر تر لاسه کړ چي زموږ دهيواد دوتلي ژورنالست راډيو افغانستان  اوملي ټلوېزيون وياند،شاعر، ليکوال اوفرهنگپال  ښاغلي ولي عبدالله د درنې اوپتمنې مور، دورپېښې ناروغۍ له امله  له خپلو دوستانواوخپلوانونه دابدی ژوندپه لور رخصت واخيست .اناالله و انا اليه راجعون
موږ پداسي حال کښي چي د ښاغلي ولي عبدالله  دمحترمې مور مړينه دده اوددوي دټولي درنې  کورنۍ لپاره ستره ضايع  گڼو،ځانونه ددوي د کورنۍ دټولوغړو،دوستانو اواړوندانو سره پدې لوي اودردونکي غم کښي شريک بولو .
دلوي څښتن  له دربارنه مرحومې ته دپردوس جنت غوښتنه اودکورنۍ پاتې دوستانوته ئې دزړه صبر غواړو .
 روح دې ښادوي .
دلوي څښتن له دربارنه غواړو چي بيائې دکورنۍ دکاله دړه دداسي زورونکی غم پيغام  رسونکی ورونه ټکوي ، چي دائې پرې هيرسي .
په سويډن کي ددوستۍفرهنگی ټولنې ،افغانانوعلمی اوفرهنگي مرکز  دمشرتابه  جرگو په استازيتوب  .
حبيب اله  غمخور

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery