د افغانستان وتلی ملي شخصيت ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد نن سهار په جرمني کې د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېد، انا لله و انا اليه راجعون.
د ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد جنازه سبا غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د اېسن په ښار کې اخېستل کېږي او وروسته (پنجشنبه يا جمعه) ګران هېواد افغانستان ته انتقالېږي او د ننګرهار په خوګياڼيو کې د دوی په پلرنۍ هدېره کې خاورو ته سپارل کېږي. هغه دوستان چې غواړي د جنازې په لمانځه کې برخه واخلي، کولای شي په ۱۲ بجو لاندې پتې ته ځان ورسوي:
Schalker Straße 23,
45327 Essen