مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د شِفاء انسټيټيوټ د دويیمی دوری د نوم ليکنی خبرتيا


د شِفاء روغتيايي علومو خصوصي انسټيټيوټ چی د عامی روغتيا وزارت سره په ۲۲مه شمیره ثبت او راجستر دي، په لغمان ولايت کی د خپلی دويیمی دوری د سهارنيو، ماسپښينيو او مازيګرنيو ټولګنيو لپاره په لاندی څانګو کی د دولسمو ټولګيو نارينه او ښځينه فارغان مني:
 قابلګي-عالي نرسنګ-فارمسي-انستیزي-فزیوتراپي-اکسرې-طبي ټکنالوژي
د فیس کمښتونه: معيوبين او ښځينه محصلين د فيس په ځانګړو کمښتونو سره منل کیږي
نوم ليکنه: هره ورځ د 1391 کال د جدي له دويیمی نیټی د سهار له ۸ بجو د مازيګر تر ۴ بجو جريان لري.
 مينه وال کولاي شي د نوم ليکنی لپاره له 2 قطعی عکسونو، د تابعيت تذکری او ۱۲م ټولګي د فراغت سند سره د انسټيټيوټ اداری ته مراجعه وکړي [ د ۱۲م ټولګي هغه محصلين چی تر اوسه يی د فراغت سند نه دي ترلاسه کړي، د انسټيټيوټ لخوا د استعلام په ځوابولو د نوم ليکنی لپاره منل کیږي]
 د کانکور ازموينه: د ١٣٩١ هـ کال د دلوی په ٢٥ مه نیټه د چهار شنبی په ورځ اخیستل کیږي.
 ځانګړتياوی:
د عامی روغتيا وزارت د لايحی او نړيوالو معيارونو سره سم زده کړی.
دښځينه محصلينو لپاره ځانګړي او جدا ټولګي.
د مجربو او لوړو زده کړو لرونکو استادانو لخوا تدريس.
د عملي زده کړو لپاره په روغتونونو کی د روزنی انتظام.
په عصري تدريسي وسايلو سمبال درسي خونی.
د ليری ساحو اوسیدونکو لپاره ليليه.
په عصري وسايلو سمبال سکیل لیب، ساينس لیب، کمپيوټر لیب، انټرنیټ، کتابتون، مسجد، کانتين، صحي اوبه، بریښنا او لوبغالي.
 ممتازو محصلينو لپاره ځانګړي امتيازات.
نړيوالو طبي تحصيلي موسسو سره ارتباطات او اړيکی.

د اړيکو شمیری: 918171 0708، 428124 0791، 0788402450
بریښناليک: shifa.institute@gmail.com
 پته: لغمان ولايت، مهترلام ښار، د کابل او جلال آباد هډی ترڅنګ، شِفاء د روغتيايي علومو خصوصي انسټيټيوټ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery