مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-07   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

هلمند مدني ټولنه

هڅاند هلمند

   

ټول په دې پوهيږو چي د تيروڅلورو لسيزو جگړو، سرولمبو او تور دودنو زموږ دهيواد ډير مادي اومعنوي ارزښتونه پوپنا کړه او لاهم مو بدبختۍ په ټولنه کي گزمې کوي،عزرائيل مو دمگړى پرکور ميلمه وي، دجنازو لړۍ توده او دچور بوجۍ پرته ده لاملونه يې نژدې يو پړاو يوولس کاله د ولس په مغزو کي شاربل کيږي . له دې ناورينه دوتلوښايي له هرچاسره بيلي لاري وي څوک سياسي گوندونه جوړوي چي شمېريې ترسلو اوښتى خوبيا هم پرې شل (نه) سوه او څوک نوري - نوري لاري ، نن سبا د ملت سترگي (مدني ټولنو) ته ورغبرگي سوي او دخپل اور ټکور له همدې ادرسه لټوي رښتيا هم مدني ټولني دملت اودولت ترمنځ دستونزو په اواري رغنده پاته سوي دي.
راځو خپل مطلب ته ؛ لکه وړاندي چي يادونه وسوه، که څه هم زموږ دهيواد سياسي حالت بشپړ استقرار نه دى موندلى لاهم دقانون اوقضاء پلي کيدو ته مناسبه لاره (نه) ده اواره سوې او ترډيره سياسي نظام پر دوديز مقام تکيه لري په ځانگړې توگه له پلازمېني څخه سوونه کيلومتره په ليري واټن پراته ولايت هلمند کي خو (٨٠%) خلک دافغانستان اساسي قانون مخ هم نه دى لمس کړى.
دې ستونزو ته د اوږې ورکولو لپاره دادى په هلمند ولايت کي له ډيرځنډ ورسته يوشمېرنهادونو اړينه وگڼل تر څو تريوپراخ مدني چتر لاندي خپل همږغي فعاليتونو ته فکري خيال په حقيقت واړوي ځکه يې لومړى د(هلمند مدني ټولني په نوم) يوذهني طرحه جوړه اوبيا يې هغه ته يوه رښتنې عملي بڼه ورکړه.
بيله شکه دهلمند فعال ځانان هم ددې ستر مدني کاروان دمخته وړلو توان لري ، ځکه دوى دهيواد پرمختگ ته رادانگلي دي او ديوهيواد پرمختگ هغه وخت رامنځته کيږي چي دملتونو رښتنې رايه پکښي دخيله وي او په دې لاره کي د وطندوستۍ شعارونه هم رښتني اومعقول وي.
دلته پوښتنه راولاړيږي چي وطندوست چاته ويل کيږي؟
په ځواب کي يې ويلاى سو چي وطندوست هغه دئ چي دخپل هيواد دابادۍ لپاره خښته پرخښته ايږدي، اولس پوهنه غواړي ، پرمختگ غواړي او په دې لاره کي ستړيا نه مني.
ديادولو وړ ده چي هيواد موږ ته هر څه په واک کي راکړي اوس پرموږ ده چي په هيواد کي ميشت ولس ته په يوض کي څه ورکوو ؟
په دې لاره کي هلمندي ځوانان ترهيچا کم (نه) دي ،ځکه موږ ته زموږ رب داسي ښکلى هيواد راکړى په جوړولو کي يې ويښ ولسونه ستړيا او قربانۍ ته لبيک وايي.
د (نارينه ،ښځينه ، ماشوم او معصوم نسل ټپونو ټکورولاى سي.
د دې هيواد څلور نسله د جگړو خوراک سول د دوى ننۍ هڅي به د راتلونکي پنځ نسل د ژغورلو لپاره تر دې هم گټور تمام سي.

دهلمند مدني جوړښت

_ هلمند مدني ټولني ته له ډيري پخوا څخه دجوړيدا فکر اوتکل موجود ؤ تر څو په تيرو دريو مياشتو کي په هلمند کي ديو شمېر نهادونو په پرله پسې ناستو او مشورو سره دا زمينه برابره سوه چي دهلمند په ولايت کي تر يو پراخ چتر لاندي دنهادونو څخه جوړه د(هلمند مدني ټولني) په نوم يوه لويه ټولنه جوړه سوه او دنورو نهادو سره يې په همږغۍ دمدني فعاليتونو عملي ډگر ته را ودانگل.
_ هلمند مدني ټولنه دافغانستان داساسي قانون (٣٥مادې) ، لومړى فقرې له مخي جوړه سوې ده او په دې برخه کي خپل همږغي فعاليتونه سرته رسوي.
_ هلمند مدني ټولنه د څلورکسيز سکرتريت پلاوي، (١٦)شپاړس کسيز اجرائيه شورا اويوشمير کميسونو څخه جوړه ده
_ په هلمند مدني ټولنه کي تر دامهاله (٢١) بيلابيل نهادونه رسمي غړيتوب لري .
_ هلمند مدني ټولنه خپل تگلاره او اساسنامه لري چي له (٧)څپرکو او (٢٨ مادو) څخه جوړه ده چي منځپانگه يې داسلامي شريعت ، افغانستان اساسي قانون،افغانستان مدني قانون،ښځو او ماشومانو قوانين او نوروټوليزوقوانينوته په پام سره جوړه سوې ده .
_ په ياده اساسنامه کي د هلمند مدني ټولني جوړښت ، موخي ، دغړيتوب شرايط له لومړيو تر ورستيو حکمونو پوري ډاگيزه سوي دي.
_ دهلمند مدني ټولني مرکز په لښکرگاه ښار کي دئ داړتيا په صورت کي به يې څانگي په ولسواليو کي هم پرنيستل سي.
_ دهلمند مدني ټولني مالي اړخ د هيواد له با احساسه شتمنو،سوداگرو او نهادونو له حق الزحمې څخه ترلاسه کوي.

عمومي موخي

هلمند مدني ټولنه دهيڅ گوند ،ارگان او سياسي جوړښت سره تړاو (نه) لري بلکي په خپلواکه توگه دافغانستان دقوانينو او دخپلي اساسنامې له مخي دخپل ولس دمشروع حقونو څخه دفاع کوي.
_ دهلمند مدني ټولني پاليسي پر ملي ارزښتونو او دملت پر گټو استواره ده او په دې لاره کي داسلام په رڼا کي د ډيموکراسۍ د بشپړ منطق او فلسفې څخه کار اخلي.
_ تجربو ښوولې ده چي يوازي نيوکي زموږد هيواد راتلونکى (نه) سي جوړولاى بلکي سرچپه معافيت ته لاره اواروي ، د هلمند مدني ټولني هاند او هڅه به داوي چي دستونزو داواري حقوقي او قانوني حلاري او تلنلاري ته دوام ورکړو.
_ هلمند مدني ټولنه به دخپلو ميندو او خوندو دحقونو عاجزانه اواز اوچت او د حقونو په دفاع کي (نه) ستړي کيدونکي هڅي وکړي.
_ مدني ټولنه په عام مفهوم دملت او دولت تر منځ د پل بڼه لري .
_ هلمند مدني ټولنه به د (افغان انسان) دحقونو ملاتړ کوي.
_ يوويشتمه پيړۍ په نړۍ کي د نسلونو دويښتيا او پرمختيا پيړۍ ده ، هلمند مدني ټولنه به هم د دې کاروان په ملتيا دانساني ميتودولوژۍ څخه کار اخلي.
_ زموږ ماشومان که اوس پرتخته دا کرښه ليکي چي( جگړو زموږ حق را نه اخيسئ) د هلمند مدني ټولني کوښښ به دا وي چي ماشوم او معصوم ذهنيتونه له سره اعمار اوجوړ او يو داسي رغنده ملي کرښي ته يې برابر کړي چي وليکي: ( زموږ رب موږته ډير ښکلى هيواد راکړى او زه يې په وجود کي سوکاله او دعزت ژوند لرم.)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery