دخپریدو نیټه : 2013-01-12 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د پکتيا ميډيا سنټر د خواشينۍ پيغام
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پکتيا ولايت تکړه خبريال محمد ضيا ارمان عمري له دې تل پاتې نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد محمد ضيا ارمان عمري د طالبانو د حکومت له نسکوريدو را په ديخوا يې د مرګ تر سلګۍ پورې د افغانستان شریف ولس ته د ژورنالېزم د سپېڅلې دندې له لارې د بيان ازادۍ لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ـ ځلې کړې دي. ارواښاد ارمان عمري د پکتيا غږ راډيو،اونيزې او ويب پاڼې او همدا ډول د جګړ اونيزې د مشر په توګه پاتې شوی دی نوموړي يوه اونۍ وړاندې په پکتيا کې د خپلو هلو ځلو په برکت د ښځو غږ راډيو هم پرانيستله . ارواښاد ارمان عمري نن سهار د جمعې په مبارکه ورځ د زړه دټکان له امله ساه ورکړه.
د پکتيا ميډيا سنټر اداره او د پکتيا خبريالان د اروا ښاد ارمان عمري مړينه د ژورنالېزم په ډګر کې يوه لويه تشه ګڼي او د بيان د ازادۍ د لارويانو په ټولي کې د تشې احساس کوي. ارواښاد ارمان عمري ته د لوی خدای ج په دربارکې د جنت فردوس او کورنۍ ته یې د جميل صبر غوښتنه کوي .
روح يې ښاد لرې
د پکتيا ميډیا سنټر اداره