دخپریدو نیټه : 2013-01-27 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ډګروال عبدالقدوس رحیمي په حق ورسېد
دافغانستان د وسله وال پوځ پخوانی افسر ډګروال عبدالقدوس رحیمي دورپېښې ناروغۍ له امله، پرون دجنورۍ په ۲۶مه، خپله سا د حق څښتن (ج) ته وسپارله . انا لله وان الیه راجعون .
عبدالقدوس خان رحیمي په ۱۹۵۵ز.کال دهرات ولایت په شېنډڼډ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې . لومړنۍ زده کړې یې په خپله سیمه ، منځنۍ یې په حربي ښوونځي او لوړې یې په حربي پوهنتون او دپخواني شوروي اتحاد په پوځي اکاډیمۍ کې ترسره کړې وي . دزده کړو تربشپړېدو وروسته يې دملي دفاع وزارت په بېلابېلو جزوتامونو او ادارو کې د افسر په توګه دنده ترسره کړې ده .
نوموړي سپینزړی ، سپینژبې او زړورشخصیت درلود ، هیواد اوولس يې دمرګ په شېبو کې هم دفکراووینا مضمون و . بې له شکه چې مړینه يې دهیواد او ولس د خواخوږوروښاندو له پاره ستره او نه جبیره کېدونکې تشه ده . روح دې يې ښاد او یادونه دې يې تاند وي .
دارواښاد دجنازې او فاتحې د مراسمو اړوند معلومات به ډېر ژر په لیکه شي .