کله ټول به مو ټغر شی له دی غمه
کله سترګی به مو وچی شی له نمه
په ډیری خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چی د وطن په مینه مست یو هڅاند بچی ، د افغان اردو یو پخوانی زړه ور افسر ډګروال عبدالقدوس رحیمی د روان کال د جنوری دمیاشتی پر ۲۶ نیته د سویډن هیواد د مالمو ښار په یوه روغتون کی دهغی زړه بوګنونکی او وژونکی ناروغی یانی سرطان له کبله چی اینه او ښږۍ یی تر بشپړ اغیز لاندی راوستی وو ، د ۵۷ کالو په عمر لدی فانی نړۍ نه سترګی پټی او په حق ورسیدی .
انا لله و انا الیه راجعون
خدای بخښلی ډګروال عبدالقدوس د هرات ولایت د شینډنډ په اولسوالی کی نړۍ ته سترګی پرانیستی . ده په حربی پوهنتون او په شوروی اتحاد کی د زده کړو تر پایته رسولو وروسته د ملی دفاع وزارت په بیلابیلو برخو کی په پوره صداقت او زړورتیا سره دندی تر سره کړی چی لامله یی دخپلو سنګروالو لخوا بشپړ درناوۍ ورته کیدی . د ۲۰۰۳ کال را پدی خوا خدای بخښلی د سویډن په هیواد کی د وطن نه لیری دمهاجر په توګه دخپلو بچیانو سره د غربت شپی تیرولی . دده مړینه نه یوازی دده کورنی بلکه دده دوستانو او دهیواد د ټولو روڼ اندو د پاره یوه نه جبرانیدونکی ضایعه ده . زه پداسی حال کی چی دده د کورنی او سنګروالو سره ځان پدی ستر غم کی شریک ګڼم ، دوی ته تسلیت او خدای بخښلی ته د هغی نړۍ ابدی ژوند د خوښیو او نعمتونو څخه ډګ غواړم .