مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پوهنمل حاجی محمد نوزادی د غمشریکۍ پیغام

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

 


 

لا ټغر د یوه غم ټول سوی نه دی

چی بل غم بیا نابللی میلمه راسی

 

     لا می سترګی د خدای بخښلی ډګروال عبدالقدوس د غم له نمه وچی ندی چی په ډیری خواشینی سره می د لروبر ویبپاڼی څخه د افغانستان د تکړه شاعر ، ژورنالیست ، ادیب ،  لیکوال او پروطن مین انسان خیال محمد کټوازی د ناڅاپی مړینی خبر تر لاسه کړ .

انا لله و انا الیه راجعون

      خیال محمد کټوازی دخپل عمر ډیره برخه د پښتو ادب او ژورنالیزم په چوپړ کی او یا د وطن سره د لیونۍ مینی درلودلو له کبله د شوروی اشغالګرو په زندان کی تیره کړیده . د ګډوالی دغربت پرمهال هم ددی مینی چوپړ ته ولاړ وو ، ترڅو چی قلم او ګوتو یی کار کاوه ، ده د وطن په یاد شعرونه ویل او ځوانان پدی لاره کی هڅول څو د وطن مینه یی وجود ته اکسیجن و ګرځی . دده مړینه پدی لاره کی یوه نه ډک کیدونکی تشه ده . زه پداسی حال کی چی ځان یی په غم کی شریک ګڼم ، دده کورنۍ او دده د ارمان د لاری دوستانو ته ډاډکیرنه ورکوم اوجمیل صبر ورته له پاکه خدایه غواړم . روح دی ښاده وی .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery