دخپریدو نیټه : 2013-02-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دخواشينۍ او ډاډ ګېرنې پيغام!
خواشيني يو چې د پښتو ادب له اسمان څخه يوبل نه هيريدونکی ځلانده ستوری شاعر،ليکوال او د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزير خيال محمد کټوازی هم پريوت.
ارواښاد د خپل ولس په درد درديدو او په غم يې اوښکې تويولې د مينې د پيغمبر په حيث يې د قلم په مټ دخپل زړه دردونه ترخپلو ولسونو رسول او د مينې او يووالي ډګر ته يې رابلل.
دغه ستر روڼ اندي انسان د ۲۰۱۳زیږدیز کال د فبروري د میاشتې په نهمه نیټه خپل روح دکایناتو ستر څښتن ته وسپاره او له دې فاني نړۍ يې د تل لپاره سترګې پټې کړې.
د لويې پکتيا فرهنګي او خپرندويه ټولنې اداره او ټول غړي د پښتو ادب په اسمان کې د دغه ځلانده ستوري مړينه يوه ډېره لويه تشه ګڼي،ارواښاد ته د فردوس جنت غوښتونکي او د ده له کورنۍ سره د ډاډ کېرنې سلسلې وړاندې کوي.
انالله و انا الیه راجعون
روح يې ښاد او پر مزار يې رڼا