چې ليدې مې، خوله به ډکه له خندا وې
هيله داچې وې خندان چې کله درشم
هلته هم که د قومونو د شناخت وېش وي
لټوم به دې افغان چې کله درشم
د ګران هیواد يووالي، ترقۍ، غوړيدنیِ او پیاوړتيا ته لېوال، سياسي او ادبي دروند شخصيت، مرحوم کټوازی صاحب ، نور زموږ تر منځ، دحِرمان او ارمان په دې نيمګړیِ او فاني دنيا کې نشته . روح دې يې تل ښاد او ياد دې يې همېش ژوندی وي .
اِناللهِ و اِنااِليهِ راجعون
ګران او قدرمن کټوازی صاحب، هر وخت، هر چېرته، د هرچاسره خوږ او مهربان ملګری و. د نژاد، ژبیِ او محل توپيرونه یې د ملګرتيا په مخه کې نه درېدل .
د ديارلس سوه څلوېښتمو کلونو دوَيمه نيمايي د کابل په پوهنتون کې، په خاص ډول، دمحصلانو د څو غټو، په سیاست اخته، ډلو ترمنځ، د سياسي اِفراطيت، اِيډيولوژيک پرَديتوب ، تحليلي تحَجُر او سازماني پراګندګۍ دوره وه . خو، لا هغه وخت هم، ځوان خيال محمد کټوازی د، ګوتو په شمار، هغو معتدِلو سياسي کادرونو په جمله کې و چې اِستِدلال ورسره ممکن و، د افغان او افغانيت خبره ورسره کېدای شوه، له تيتوالي او تشتُت يې سر درسره ټکاوه، رابطې يې نه ماتولیِ او دپيوندونو ارزښت يې پاله . ده دا درَنښت د ژوند تر پایه د خپل چالچَلن او اړيکو داُصولو په ډول وساته .
د مرحوم کټوازي صاحب ياد به د سياست او ادب په دنيا کې او د ټولو هغو چا تر منځ چې هغه يې يو عمر له نیږدې پېژانده، تلترتله، نېک او دروند وي .
د خدای بښلي کټوازی صاحب د رحلت وير او ماتم يوازي د هغه په معززیِ او درنیِ کورنۍ پوریِ نه دی محدود شوی ، د ده د وطن بې شمېره وطنپالیِ ادبي او کلتوري ټولنیِ او معدود اشنایان د مغفور دنشتوالي د درانه غم او درد پر ټغر ناست دي.
موږ ددې غم او وير په مناسبت د ارواښاد کټوازي صاحب د درنیِ او عزتمنی کورنۍ ټولو غړو ، خپلوانو او د هغه مرحوم بېشمېره ملګرو او دوستانو ته د زړه له تله تسليت او جميل صبر او دارالبقاء ته تللي خواږه ملګري ته د رب العلمين له درباره ښکلي جنتونه غواړو.
تازه خان ويال
له لندن نه