دخواخوږۍ پيغام
په ډېره خواشيني سره خبر شوم چې د هند دنيمې وچې د آزادۍ د لارې تکړه سرتيری ، د ولسونو دخپلواکۍ ، برابرۍ، دموکراسۍ او ترقۍ د لارې وتلې مبارز ، د پښتنو پياوړی سياستوال او د عوامي نيشنل پارټۍ غښتلی لارښودخان عبدلولي خان د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړې او لويه تشه يې منځ ته راوړه.
زه په داسې حال کې چې په دې ويرجنو شېبو کې د ارواښاد خان بابا روح ته دعا کوم ، د هغوی د درنې او مبارزې کورنۍ او ټولو سياسي او نظرياتي ملګرو او دوستانو سره يې په دې ستر ملي غم کې ځان شريک بولم.
د خان بابا روح دې ښاد وی.
نياز مومند – هالنډ
٢٠٠٦-٠١-٢٦