په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتون ملت منلی لارښود او ستر رهبر خان بابا خان عبدالولی خان لدی فانې نړۍ څخه رخصت واخیست.
پدی باور لرو چې د خدای بښلې خان بابا نه ستړی کیدونکی خدمت او مبارزه چې د پښتو او پښتونولی په برخه کې ئی کړی ده د تل لپاره د پښتون قام په تاریخ کې په زرینو ټکو لیکل شوی وی.
مونږ د خدای بښلی خان بابا روح ته دوعا کوو د هغه درنې کورنۍ اوټولو نظریاتی ملګرو سره ئی پدغه غم کې شریک یو.
روح دی ښاد وی.
ډاکتر کبیر ستوری Dr. Kabir Stori
د پښتون سوشل دیموکراتیک ګوند مشر Presiden