دخپریدو نیټه : 2013-02-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په پاکستان کې د پوهنې وزارت د آتشې د دفتر مطبوعاتي اعلامیه
په تاسف سره باید ووایو چې د دوشنبې په ورځ د کب د میاشتې په اوومه نیټه د طلوع او لمر تلویزینونو د پوهنې د آتشې په اړه یو خبر خپور کړ چې له حقیقت څخه بلکل لیرې او له درواغو څخه ډک وو ، چې مونږ د نوموړي تلویزیون د پیښور محلي خبریال عبدالحق عمري او په پیښور کې د بی بی سی محلي خبریال عبدالحي سحر ټولې ادعاوې سل په سلو کې بې اساسه او له شخصي عقدو او کدورت څخه ډکې ګڼو .
نوموړو خبریالانو په پټو سترګو سپین دروغ په خپل خبر کې ځای کړي او ټول مطبوعاتي اصول او اخلاقي معیارات یې تر خپو لاندی کړي دي نوموړ ادعا کړي چې د اتشې مامورین په اداري فساد کې ککړ دي اوو هغه شاګردانو ته چې خولۍ او ږیره ونه لري د فراغت اسناد نه ورکول کیږي او د آتشې په دفتر کې د مراجعینو کارونه ځنډیږي همدغه راز نوموړو تور لګولی چې دافغان قونسلګریۍ په انګړ کې شاګردانو د آتشې په خلاف مظاهره کړي او د آتشې د مسؤل له خوا خبریالان ډبول شوي دي چې مونږ دا ټولي ادعاوي په کلکه رد وو او دا ادعاوي د نوموړو د شخصي کدورت او اغراضو پورې تړلي دي چې یو سبب یې هم د عبدالحق عمري اخراج دی د آبو علی سینا د دار المعلمین څخه کوم چې نوموړي په غیر قانوني ډول فراعت ترلاسه کول .
بله دا چې د وهلو او د مظاهرې ادعا ځکه بې بنیاده ده چې د قونسلګرۍ په دفتر کې شخصې جنرال قونسل او امنیتي ګارد موجود وو چې د پیښې په صورت کې به هغوي حتماً مداخله کړی وی ، باید وویل شي چې په پیښور پاکستان کې د پوهنې آتشه د افغانستان د پوهنې جلیله وزارت د ټولو قوانینو ، مقرراتو او لوایحو تطبیق کوونکي اداره ده دا چې په افغانستان کې په ټولو امورو کې او بالخصوص د تعلیم په برخه کې هیڅ نوعه دیني ، لساني ، منطقوي تبعیض وجود نه لري نو بناءً دپوهنې آتشه د هغوی په پیروۍ سره د هر نوعه تبعیض څخه پاکه اداره ده چې د دی ادارې ټول مامورین هره ورځ په لسګونو افغاني ګلالیو بچیانو د فراغت اسناد ، د تبدیلۍ پاڼي او نور کارونه پرته له ځنډ او خنډ څخه په ډیره ایماندارۍ او اخلاص سره اجرا کوي، چې همدا نن هم پرته د نورو مراجعینو څخه تقریباً د یو ښوونځي د یوسل او څلویښتو (140) شاګردانو چې ټولو آتشې ته مراجعه کړی وه د تبدیلۍ پاڼي د آتشې مامورینو چی تر دڅلورنیمو بجو پورې ورباندې مصروف وو په ډیر اخلاص سره خلاصې کړی او زده کوونکو ته یې ورکړي، نو بناءً زمونږ د طلوع او لمر تلویزینونو د مسؤلینو څخه په کلکه غوښتنه ده چې د نوموړې موضوع هر اړخیزه پوښتنه وکړي او د آتشې د حیثیت اعاده وشي او هم په اینده کې خپل محلي کارکوونکي د دغسې خود غرضه کړنو څخه چې د رسنیو د بې اعتبارۍ سبب ګرځي مخنیوی وکړي .
والسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته