دخان عبدالوليخان دمړيني له کبله د همدردۍ او تسليت پيغام
د سيمې دلوی مبارز شخصيت، د پښتنو د يووالي او واکمنۍ د تيارې اوږدې پيچلی لارې د نه ستړيکېدونکي لاروي ،دستر پښتانه لارښود وليخان بابا، دخپلو نيمګړو ارمانونوسره دارالبقا ته د رحلت له امله ،دنږدې پنخوسو مليونو پښتنواونوروټولووطنپالواو وحدت طلبوافغانانوپه هر نغري او ددې لويې تاريخي کورنۍ په پراخ انګړکې ستر ماتم او ملي وير دی٠ موږ په داسی حال کې چې د هغه مرحوم بابا سپېڅلي پښتانه روح ته د ښکليو جنتونو دحصول دوعا کوو دهغه مرحوم د شخصي درنې کورنۍ هر قدرمن غړي او دلويې ، تاريخي افغان کورنۍ په دې ستر غم هر غمجن تن ته تسليت او د زغم توفيق غواړو٠ د ولي خان بابا خوږ او مهربان روح دې تل تر تله خوښ او جنتي وي٠
تازه خان ويال - لندن
۲۷ – ۱- ۲۰۰۶