دخوشال فرهنګي ټولنې دخواخوږۍ پيغام
كابل : د ۲۰۰۶ كال دجنوري ۲۵
په خواشينې سره مو خبر ترلاسه كړ چې دپښتنواو دهند دنيمې وچې نوميالي مشراوسياستوال خان عبدالولي خان هم له نړۍ څخه سترګې پټې كړې . اناالله وانا اليه راجعون .
خان عبدالولي خان دپښتنودغورځنګ له هغو مشرانو څخه و چې دپښتنواو دهند دنيمې وچې په سياسي تاريخ او ملي مبارزه كې يې دپاملرنې وړ برخه له پښتنواوهندوستانيانو څخه پټه نه ده. دغه نوميالي پښتون سياستمدار د انګريزې ښكيلاك په وړاندې له خپل پلار خان عبدالغفار خان سره دپښتنواودنيمې وچې دخپلواكۍ غوښتنې داعيه او مبارزه په هغه مهال چې لاځوان وپه خورا متانت سره لارښوونه كړه . ولي خان تراوسه پورې په ټول هند كې له پاچا خانه وروسته ديوه منلي لارښود اومشرپه توګه ددغه پراخ هيواد په ملي اومترقي كړيوكې خپل اوچت سياسي مقام لري اودى يې دهغې مبارزې چې هندي ولس په هغې كې دخپلو مشرانو په تيروتنو اعتراف وكړ اوويې ويل چې : (( له سرحدي ګاندي (پاچاخانه) پرته نورو ټولو مشرانودلوى هند دتجزيي خبره له انګريزانو سره ومنله ... )) له رښتينو مشرانو څخه شميرلى دى .
دهند دآزادى پرمهال په رښتياهم پاچا خان اودهغه ځوان سياست وال زوى ولي خان دتجزيي په وړاندي دمقاومت په ډګركې ودريدل ، ان تردې چې ګاندي اونهرو ته يې وويل چې : (( موږ خوله تاسوسره تعهد دهندله نيمې وچې څخه دانګريزانو دوتلو اوددغې سيمې دخپلواكې له پاره كړى و...)) خو هغوى په هغه مهال ددغې پوښتنې په وړاندي ځانونه غلي ونيول او له تجزيې څخه وروسته د درنو تاوانو اووژنو له وركولو وروسته مهاتما ګاندي دده دلويي په وړاندې دا اعتراف وكړ چې پاچا خان رښتياويلي وو ( زه بايد په دې اعتراف وكړم چې زموږ ددغې نه تلافي كيدونكې تيروتنې له امله زما له عمره ۲۵ كاله كم شول ... )) .
ارواښاد ولي خان په همد غه پيچلي سياسي بهيركې ديوه ځيرك اووتلي پښتون سياست وال په توګه ددغه بهيراو سياست په لاره كې ګام اوچت كړ، دهغه په سياسي په افكارو باندې اوس هم دهند په پوهنتونو اوعلمي موسسوكې تيزسونو ليكل كيږي اوهغه ديوه ملي اوپښتانه سياست پوه په څيردنړۍ دنوي سياست په تاريخ كې د نوي سياسې مفكراوتيورسن په توګه دلويديزاوختيزدسيالۍ دسياست په دوران كې دنوي سياسي تګلارې د رامنځ ته كوونكي او پيروپه توګه پيژني . دده سياسي افكارو تراوسه پورې دهند په نيمه وچه كې دپښتنې سياست هغه تاريخي لړۍ څارلي كومه چې دجنوبي آسيا په تاريخ كې له اوږدې مودې راپه دېخوا ددغه خپلواك قام د ژوندي اوخپلواك ملي ميراث په توګه پاتې ده .
دولي خان لويي دده په سياسي ژوند كې په دې كې وه چې ده دپښتنو دملي سياست خپلواكه تګلاره تراوسه پورې په خپلې سياسي تجربې اوپوهې سره دهرډول افراط دشرپه زړه كې په ملي اوپښتني روحيې سره ژوندۍ وساتله.هغه چې دم ګړۍ يې پردي پالي واكمن درنښت په پرديو باندې سپكوي .
خوشال فرهنګي ټولنه اودهغې اړوند ليكوال او فرهنګيان دخوشال په كاله كې د(دستار) ددغه نوميالي مشر مړينه دلراوبر( پښتونخوا اوافغانستان) له پاره لويه بايله ګڼې . ددغې ټولنې لارښوده شورا دپښتونخوا ، افغانستان ، هند ،دولي خان كورنې ، دهغه درنې ميرمنې او دآزادۍ دسنګر ملګروته دده دمړينې له امله خپله خواشينې څرګندوي او له دوى سره د خواخوږي په ترڅ كې دخپل تاريخ دغه نوميالي مشرته له پاكه خدايه دتلپاتې جنتونوهيله كوي .
دخوشال فرهنګي ټولنې لارښوده شورا
رالېږونکی : ع رشيد